1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پیښور کې ځانمرگي برید پنځه تنه وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/162Tj

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې UNHCR دفتر ته څیرمه په یوه ځانمرگي برید کې پنځه تنه وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې د موټر بم چاودنه هغه استوگنځایونو ته هم نزدې وه چیرې چې د متحده ایالاتو د کونسلگرې کار کوونکي او د نورو بهرنیو خیریه موسسو کار کوونکي ژوند کوي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي دي چې په برید کې د متحده ایالاتو د کونسلگرې د موټرو یو کاروان په نښه کړای شوی دئ. د هغه په وینا دا د ترهگرو له خوا یو خطرناک پرمختگ دئ او ترهگر غواړي چې په دغسې بریدونو سره بهرني اتباع و ویروي. نوموړي وزیر زیاته کړې ده چې په چاودنه کې دوه تنه امریکایان وژل شوي او نور دوه تنه ټپیان شوي هم دي.

خو په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو سفارت دا خبره تائیدوي چې دغه برید د دوی کونسلگرې په موټر تر سره شوي دئ، خو د امریکایي اتباعو وژل ردوي او یوازې په پیښه کې د خپلو څلورو تنو ټپي کیدل مني. د پیښور د پولیسو مشر امتیاز الطاف ویلي دي چې په دغه موټر کې ۱۱۰ کیلوگرامه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړل شوي وو. په پیښه کې شاوخو لس تنه ټپیان شوي هم دي.