1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پیکینگ کې د اوباما او پوتین د ملاقات له پاره انتظار

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۲۰, سه‌شنبه

په پیکینگ کې د اپیک د سرمشریزې په څنډه کې د نړۍ د مشرانو ترمنځ نزدیوالی لیدل کیږي. د چین ولسمشر شي جین پینگ د جاپان له صدراعظم او د جنوبي کوریا له ولسمشرۍ سره ولیدل. خو آیا پوتین او اوباما به هم سره ملاقات وکړي او که نه؟

https://p.dw.com/p/1Dl7a
انځور: Reuters

د چین په پلازمینه کې د «آسیا پاسیفیک اقتصادي همکارې» یا (APEC) په سرمشریزه کې د برخه والو مشرانو تر منځ لیدنې کتنې ډيرې ورو روانې دي. په دې غونډه کې غټه پوښتنه دا ده چې آیا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدنه کتنه وکړي که نه؟ د اوکراین د کړکیچ له امله د هغوی اړیکې خړې پړې شوې دي. ځیني اټکلونه وايي چې د دواړو دولتي مشرانو زړه چندان نه غواړي چې سره وویني.

په اوږه باندې لاس کیښودل

خو د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې یوې خبریالې د سرمشریزې د دوهمې ورځې د غونډې په څنډه کې ولیدل چې د روسیې ولسمشر د تیریدو پر وخت د اوباما په اوږه باندې لاس کیښود. د دوشنبې په ورځ د سرمشریزی په پیل کې دواړه مشران سره مخامخ شول. د پوتین ویاند، دیمتري پیسکوف خبری آژانسونو ته یوازې دومره وویل چې په دغه لیدنه کتنه کې دواړو مشرانو یوازې یو تشریفاتي روغبړ وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو د حکومت یوه جگپوړي چارواکي هم د اوباما او پوتین ترمنځ په «لنډه توگه د ناڅاپي مخامخ کیدو» خبره وکړه چې د زیاتو خبرو له پاره وخت نه وو. خبري آژانسونو د متحده ایالاتو د دیپلوماتي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې امکان لري اوباما او پوتین د دغې سرمشریزی په څنډه کې له یو بل سره یوه تشریفاتي لیدنه کتنه وکړي.

دوی دواړو د وروستي ځل له پاره د جون په میاشت کې په فرانسه کې د دوهمې نړیوالې جگړې د کلیزې د یادون په مراسمو کې سره لیدلي وو، خو له یو بل سره یی خبری ونه کړې. په راتلونکې اوونۍ کی هغوی په آسترالیا کې د G- 20 په سرمشریزه کې هم گډون کوي.

خو د «آسیا پاسیفیک د اقتصادي همکارۍ» په دغه سرمشریزه کې د نړۍ د ځینو نورو مشرانو چې اړیکې یې خړې پړې هم وې، د یوې لیدنې کتنې امکانات برابر شول: د جنوبي کوریا د خبري آژانس یونهاپ د رپوټ له مخې د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک گیون های، او د جاپان صدراعظم شینزو آبې، ترمنځ یوه لیدنه کتنه وشوه. له اتو میاشتو راهیسې دا لومړی ځل وو چې د دغو دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو تر منځ یوه لیدنه کتنه رامنځ ته شوه.

د جاپان او د چین د مشرانو لیدنه کتنه

د سرمشریزې په پیل کې په ناڅاپی توگه د کوربه هیواد چین د ولسمشر شي جین پینگ او د جاپان د صدراعظم شینزو آبی، تر منځ لیدنه کتنه تر سره شوه. دا لومړی ځل دی چې هغوی سره ولیدل. له دوو کلونو راهیسې دواړه هیوادونه د چین په جنوب سمندرگي کې په ځینو ټاپوگانو باندې د ملکیت ادعا لري او سر بیره پر دې پیکینگ پر جاپان تور لگوي چې د دوهمې نړیوالې جگړې د تاوتریخوالي د حل په پروسه کې ډير ورو عمل کوي.

چین د همکارۍ له پاره بیړه لري

د چین ولسمشر شي جین پینگ، د سرمشریزی په پرانیستلو کې د هیوادونو تر منځ د نزدې همکاریو او اقتصادي ادغام له پاره غږ وکړ. شي جین پینگ وویل چې د نړۍ اقتصاد لا تراوسه «بی ثباته» پاتې دی. هغه زیاته کړه د دې له پاره چې نوې اقتصادي وده رامنځ ته شي، د پاسیفیک ۲۱ غړي دولتونه باید زیار وباسي تر څو نوي بازارونه له نوو بنسټيزو پروژو سره د سیمې د اقتصادي دالان له لارې له نزدې وتړي. شي جین پینگ غوښتنه وکړه چې د «آسیا پاسیفیک د اقتصادي همکارۍ» سازمان باید د سیمې په اقتصادي ادغام کې یو مخکښ نقش ولوبوي.