1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پېښور کې افغان جنرال قونسل تښتول شوی دی

۱۳۸۷ مهر ۱, دوشنبه

د پاکستان په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل، ښاغلی عبدالخالق فراهی نن ورځ د ناپيږندل شويو کسانو لخوا تښتول شوی دی.

https://p.dw.com/p/FMpi

پوليس خبر ورکړی دی، چې د جنرال قونسل په موتر په پيښور کی بريد شوی. په دغه نښته کې د جنرال قونسل موټروان وژل شوی دی.

په پېښور کې د افغاني قونسلګرۍ وياند دغه خبر تاييد کړ. تر اوسه پورې د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستی.

خبري رسنۍ وايي، په نظر کې و، چې په نږدی راتلونکی کې فراهی په اسلام آباد کې د افغانستان سفير په توګه کار وکړی، کومه څوکۍ چې اوسمهال خالی ده.

سږ کال د فبروری په مياشت کې د طالبانو افراطي ډلو لخوا د افغانستان ـ پاکستان پولو ته نږدې، په افغانستان کې د پاکستان سفير، طارق عزيزالدين، د هغه موټروان او يو ساتونکۍ وتښتوا شول. دغه کسان له دريو مياشتو وروسته بيرته خوشی شول.