1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ځیني سیمو کې طالبان خپل قوانین تطبیقوي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مهر ۲۱, یکشنبه

په ولسي جرگه کې د افغانستان د یو شمیر ناامنو ولایتونو استازي وایي چې طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي، خلک یې ږیرې پریښودو ته مجبوره کړي او له هغوی یې غوښتي دي چې دولتي بنسټونو ته مراجعه و نه کړي.

https://p.dw.com/p/19yof
انځور: AP

د ولسي جرگې دغه استازي وایي طالبان د دولتي کارکوونکو کورنیو ته سخته جزا ورکوي او په ځینې مواردو کې خو آن هغوی وژني هم.

په ولسي جرگه کې د خوست ولایت استازي کمال ناصر اصولي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «طالبان هغه کسان چې له حکومت سره همکاره وي، له آذیت سره مخامخوي او هغه کسان چې پخپله یا پلار یې په حکومت کې کار کوي، آرامه ژوند ته نه پریږدي.»

د ولسي جرگې د دغه غړي په وینا دا کار د دې لامل شوی دی چې په لیرې پرتو سیمو کې خلک په آرامه ژوند و نه کړي.

خو یو شمیر استازي بیا وایي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په نسبت سخت چلند کوي. په ولسي جرگه کې د پکتیا ولایت د خلکو استازی نواب منگل وایي، په دغه ولایت کې چې کوم طالبان فعالیتونه کوي زیاتره نا آشنا دي او له پاکستان څخه راغلي دي:

«زیاتره طالبان پردي خلک دي، دا هغه خلک دي چې له پاکستان څخه راغلي دي. هغوی زموږ موکلین تنگوي. په زوره ډوډۍ خوري او کله خلک دې ته مجبوروي چې په خپل موټر کې یې کوم بل ځای ته انتقال کړي.»

د نوموړي استازي په وینا طالبان هغه خلک چې په دولتي ادارو کې کار کوي، تهدیدوي او ورته خبرداری ورکوي که چیرې له خپل کار څخه تیر نه شي نو جزا به وویني.

په عین وخت کې په نسبي توگه د امن ناکو ولایتونو استازي هم د طالبانو له آزار او آذیت څخه شکایت کوي.

په ولسي جرگه کې د بدخشان ولایت د خلکو استازی زلمی مجددي وایي له دوو کلونو راهیسې د دغه ولایت د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي د طالبانو د آزار څخه په تنگ راغلي دي:

«تل خلک د طالبانو له لوري زورل کیږي آن یو شمیر خلک یې اعدام کړي هم دي. په ظلم او ربړولو باندې لاس پورې کوي او ځینې هغه خلک چې کورنۍ یې په دولت کې وي، هغوی جریمه کوي او په عذابوي یې.»

مجددي وایي طالبان په بدخشان ولایت کې د عشر او زکات په نوم له خلکو پیسې اخلي او خلک په زوره دې ته مجبوروي چې پیسې ورکړي. د مجددي په وینا طالبان ښوونځیو ته د نجونو د تگ مخه نیسي: «په هغو سیمو کې چې طالبان دي، ښوونځي تړل شوي دي. یو شعار یې دا دی چې ښوونځي باید تړلي پاتې شي او څوک دولتي بنسټونو ته مراجعه و نه کړي.»

د ولسي جرگې نوموړي استازي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې طالبان خلک ږیري پریښودلو ته مجبوروي او خلک مجبوره دي چې دغه کار وکړي. د هغه پر وینا خلک باید داسې جامې واغوندي چې طالبانو ته د منلو وړ وي.

دغه دریو سره استازو پر دې خبره ټینگار درلود چې په کلیو او بانډو کې له طالبانو سره د مقابلې له پاره د محلي پولیسو ځای پر ځای کول ښه لاره ده.