1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چيلي کي د سختی زلزلی له امله د قربانيان شمير وار په وار زياتيږي

۱۳۸۸ اسفند ۸, شنبه

د چيلي يو شمير نورو ښارونو کي د بريښنا او د تيلفون اړیکو او مزو د غوڅيدو او همدا راز د اوبو او ګازو د نلونو د تاواني کيدو خبرونه ورکړ شوي دي

https://p.dw.com/p/ME2P
په چيلی کی خلک تر ورانيو د خپلو خپلوانو په لټه کی دي
په چيلی کی خلک تر ورانيو د خپلو خپلوانو په لټه کی ديانځور: AP

د جنوبی امريکا هيواد، چيلي، نن سهار وختي يو ډيري سختي زلزلي وښوراوه. د مرګ ژوبلو شمير ساعت په ساعت زياتيږي تر دغي شيبي چي مونږ دغه رپوت وړاندي کوو، د مړو شمير کابو 85 ته رسيدلي دي.

د چيلي د چارواکو د ويناوو له مخي ډيري وداني ويجاړي شوي دي او خلک تر ورانيو بند پاتي دي، د دغي زلزلزي چي قوت تر 8.8 پوری اندازه شوی دی ، مرکز د چيلي د جنوب ختيځ ستر ښار Concepcion په 135 کيلو متري کي ؤ. په دغه ښار او حتي د چيلي په پلازمينه، سنتياګو کي چي د دغي زلزلزي له مرکز څخه ليري په شمال کي پورت دي، له ډيري وارخطايي خلک له خپلو کورونو ووتل او سړکونو او آزادي فضا ته يي ځان ورساوه. ځيني له ويري بيرته خپلو کورونو ستانه شوي نه دي.

د الجزيري د تلويزيون د انګريزي برخي له خپروني سره د امريکا متحده ايالاتو د زلزله پيژندني له اداري څخه، Randy Baldwin وويل:

« دا يوه ډيره سخته زلزله وه، قوت يي ډير زيات ؤ چي کيداي شي په سيمه کي ډيري وراني يي رامنځ ته کړي وي، دا د ځمکي د ښوريدنی يوه ستره پيښه وه»

په لويو لارو کی د زلزلی سره سړکونه ويجاړ شوی او موټر چپه شوی دی
په لويو لارو کی د زلزلی سره سړکونه ويجاړ شوی او موټر چپه شوی دیانځور: AP

له دغي ځمکي ښوريدني څخه وروسته يو څو نوري زلزلي هم وشوي چي قوت يي تر 6.2 درجو پوري ثبت شوي دي. زيات تاوان، زړو ودانيو، سړکونو او پلونو ته رسيدلي دي. د چيلي په ډيرو ښارونو کي يو شمير وداني په بشپړه توګه نړيدلي دي. د چيلي يو شمير نورو ښارونو کي د بريښنا او د تيلفون اړیکو او مزو د غوڅيدو او همدا راز د اوبو او ګازو د نلونو د تاواني کيدو خبرونه ورکړ شوي دي.

ځايي تلويزيون د Concepcion د ښار په دننه کي د يوي 15 پوړه ايز وداني د نسکوريدو رپوټ ورکړ.

چيلي د نړي د مسو د فلز لومړي توليدونکوني هيواد دی ، له دغي زلزلي سره د هغه په دو سترو کاڼو کي توليد درول شوي دي.

په سمندر کي د ځمکي د دغي ښوريدني سره سمندري توپان توپان چي سونامي يي بولي راپيدا شوي دي، چي څپي يي تر 1.30 مترو پوره لوړوالی يا ارتفاع لري. د چيلي جمهور رييسي، ميشلي باچيليت د طبعي ناروين لپاره د بیړنی حالت اعلان کړي دي.

د الکاهل د سمندر په ډيرو څنډو کي د سونامي د رامنځ ته کيدو خبرداري ورکړ شوي دي. خو تر اوسه پوري له دي امله د کوم خاص خطر څخه خبری نه دي شوي.

دغه زلزله چي د منحني اروپا د سهار په 6 بجو او 30 دقيقو پيښه شوه، په ګاونډي هيوادونو، پيرو او ارجنتاين کي هم احساس شوه. حتي د لاتيني امريکا د ايکوادور په هيواد کي هم چارواکو بيړني حالت اعلان کړی دی. ټوله سيمه د زلزلي له خطرونو سره مخامخ ده. په 1960 کال کي يوي سختي زلزلي د ايکوادرو د والديويا ښار سخت ويجاړ کړ. په هغه وخت کي 1655 تنه ووژل شول او دوه مليونه خلک به کوره شول.

ګاتفريد شتاين/ عبدالباری حکيم

کتونکی: احمد ولی اڅکزی