1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کي به په ميليونونو ګرځنده تيليفونونه کرنتروليږي

۱۳۸۹ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د چين په پايتخت کي به د سږکال په دوبي کي يو نوي سيستم امتحان سي چي د هغه په اساس به په ميليونونه موبايل تيليفونونه کنتروليږي.

https://p.dw.com/p/R9Ll
د ۱۷ ميليونو انسانانو د موبايل تيليفونونه به کنترولیږي.
د ۱۷ ميليونو انسانانو د موبايل تيليفونونه به کنترولیږي.انځور: AP

که څه هم د دپيکنګ په نظر به ددغه سيستم په وسيله په رسمي ډول ترانسپورتي وسايل تر نظارت لاندي ونيول سي خو د بشري حقونو سازمانونه بيا په دې نظر دي چي ددغه سيستم په وسيله کوښښ کيږي چي د عامه خلکو کنترولول سخت کړي.

په اول سر کي دا خبره ډېره عادي معلوميږي .د معلوماتو د ورکولو په دغه نوي سيستم سره چارواکي غواړي په پيکنک کي د ميليونو انسانانو تګ راتګ په ښه ډول سره وڅاري.

د ښارونو د علمي او تکنالوژۍ کمېسيون د ريس معاون لي ګاو ګوانګ وايي چي دغه نوی سيستم به ددې کار سره مرسته وکړي تر څو د نقليه وسايلو د تګ راتګ وختونه ښه تره تر نظارت لاندي ونيسي.

نو ددغه کار دپاره ولي بايد د ۱۷ ميليونو انسانانو د موبايل تيليفونونه هم وڅارل سي تر څو دا معلومه کړي چي دوی چيري ولاړ دي. د تيليکوم د کمپنۍ دپاره دا خبره يوه معما ښکاري.

د تيلي کمونکېشن کارپوه ډېر په غوصې سره دا خبره وکړه او د بېري څخه يې خپل د نامه د ويلو څخه هم ډډه وکړه. نو سر د اوسه څخه لا بايد خارجي ژورناليستان ،او نور فعالين په دې پوه وي چي ددوی د موبايل تيليفونونه کنتروليږي.

د بشري حقونو د مدافعينو په نظر چارواکي غواړي په دې وسيله د عامه خلکو ځاي معلوم کي او يو دبل سره د هغوی اړيکي تر څارني لاندي ونيسي.

د مطبوعاتو په حواله چارواکي اطمينان ورکوي چي د خلکو شخصي هويتونه به لکه پخوا پټ وساتل سي او د خلکو په باب شخصي معلوماتونه به ور نه کول سي.

خو منتقدين بيا په دې قناعت نه کوي. ځکه په تېر کال کي هم حکومت پر موبايل تيليفونونو باندي کنترول زيات کړي ؤ. تر هغه وروسته بايد ټول خلک خپل تيليفونونه ثبت کړي. د تيليفون کارتونه يوازي د تذکرې په ښودلو سره ورکول کيږي.

خو دغه قانون د نورو هيوادونو د هغو جملو څخه د آلمان د قانون سره هم مطابقت کوي.خو د تيلي کمونکشن کارپوه وايي چي د موبايل د کنترول دغه نوی قانون په ښکاره ډول د چينايانو د حقوقو پر ضد دی.

د رسنيو په حواله چارواکي غواړي چي د سږکال په لومړۍ نيمايي کي لا دغه نوی سيستم د پيکنګ په ددوو پر نفوسو ناحيو کي تطبيق کړي.

روت/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل