1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کي د لږکيو په وړاندي ناکام سياست

۱۳۸۸ تیر ۱۵, دوشنبه

دپیکنګ د اوسني مشرۍ په سیاسي قاموس کي هیڅ مفهوم دومره زیات نه یادیږي لکه د«همغږۍ ټولنه». دا چي په چین کي له دغه په زړه پوري مفهوم څخه سړی په واقعیت کي څومره واټن لري، د نوموړي هیواد اورمچي پېښه يې په ښکاره توګه څرګندوي.

https://p.dw.com/p/IiGB
چين«دا ناکراري له بهر څخه رهبري شوې ده. یوې لمسونکي اوباشي ډلي، چینایانو پسي راخیستې وه. پولیسو بیرته امن راووست.»
چين«دا ناکراري له بهر څخه رهبري شوې ده. یوې لمسونکي اوباشي ډلي، چینایانو پسي راخیستې وه. پولیسو بیرته امن راووست.»انځور: AP

په دغه پیښه کي۱۴۰ تنه ووژل شول، څه د پاسه ۸۰۰ نور ټپیان شول، په سل ګونو نور بندیان دي.

البته دا ټول دولتي ارقام دي چي ترې رپوټ ورکول کیږي. د دغي پیښي د پسمنظر په هکله دوه، یو تربله ضد او نقیض بیانونه ورکړل شوي دي. لومړی بیان د چین د مشرۍ له خو، چي وایي: «دا ناکراري له بهر څخه رهبري شوې ده. یوې لمسونکي اوباشي ډلي، چینایانو پسي راخیستې وه. پولیسو بیرته امن راووست.»

دوهم بیان د جلا وطنو اویغوري سازمانونو له خوا ورکړل شوی چي وايي:« څه د پاسه ۳۰۰۰ اویغوریانو په سولیزه توګه مظاهره کوله. دغه مظاهره په دې وجه په لاره واچول شوه چي څو تنه ایغوري ګرځنده کارګران د چین په جنوپ کي په یوې فابریکې کي په زور او ناروا توګه وژول شول، او مظاهره کونکو د دغه ناروا عمل پر ضد د عدالت غوښتنه وکړه. مظاهره کونکو حتی د چین ملي بیرغونه هم ځان سره لیږدول، چي ښکاره کړي هغوی جلا غوښتونکي نه دي. خو سره له دې هم امنیتي چارواکو په ډیر بد وضعیت، د زور زیاتیو څخه له کار اخیستو سره، غبرګون ښکاره کړ او د خلکو په ټولنه باندې يې ډزي وکړې.

د تبت د تیر کال په ناکراریو کي هم د چین مشرانو له دغه ډول د متحدالمالي څرګندوني څخه کار واخیست او ويې ویل، چي ګواکي دا پاڅون له بهر څخه رهبري کیږي. د هغوی په فکري دنیا کي همداسي ده. په دې فکري نړۍ کي تل د چین د 56 مېشت ولسونو د ژوند د همږغۍ انځور ښودل کیږي. خو په اورمچي کي د احتجاج لامل ښيي، چي له دغي همږغۍڅخه ډیره فاصله ده.

تقریباًیوه اونۍ مخکي د چین د هان د قوم یوه کارګر د ګونګ دونګ په سیمه کي د لوبو د شیانو د جوړولو د یوې فابریکې په یوه هستوګنځي کي آوازه واچوله چي د سینجیانګ یو شمېر ګرځنده کارګرانو ښځینه کارګراني ځورولي دي. دغه آوازه همدومره بس وه چي د هان نومي چینايي قوم په سوټیو سمباله په یوې اله ګوله کونکي ډلي باندي بدله کړي. ویل شوي دي، په داسي حال کي چي دغي ډلي په سوټو سره پر اویغوري کارګرانو باندي حمله کوله، امنیتي ځواکونو لاسونه تر شا نیولي ؤ. په پای کي دوه ایغوري کارګران ووژل شول. یو شمیر نور ټپیان شول.

هغه څه چي خلک يې غواړي هغه دا ده چي د تصمیونو په پروسه کي باید ګدون ولري
هغه څه چي خلک يې غواړي هغه دا ده چي د تصمیونو په پروسه کي باید ګدون ولريانځور: AP

دغه پېښه د دوو واقعیتونو څرګندوی ده. یوه دا چي د اویغوریانو په وړاندي د چینایانو بې اعتمادي ډیره ژوره ده. اوکله چي، که چیري رښتیا هم امینتي ځواکونو پر ایغوریانو باندي د حملو په وړاندي بې تفاوتي ښکاره وي، نو د ایغوریانو دا انګیرنه نورهم غښتلې کیږي چي هغوی په دې هیواد کي د دوهمي درجې انسانان دي. دغه ډول احساس هغوی هسي هم لري. حتي په خپل وطن سینجیانګ کي هم. له اقتصادي لحاظه هغوی تجرید دی. د هغوی تعلیمي سویه ډیره ټيټه ده او د چین په معجزه يي اقتصاد کي يې ونډه ډیره کمزورې ده.

ددې خبري مانا څه ده،مانا دا چي هغوی ته یوازي امر کیږي، چي څه باید وکړي او څه باید ونه کړي. دغه د «څه وکړي او څه ونه کړي» خبره، له دیني مراسمو څخه نیولې چي ایغوریان ډیری مسلمانان دي، تر د ښارونو جوړوني پوري رسیږي. د وریښمو د لاري په ښار کاشغر کي، د بیلګي په توګه، لا مخکي د لرغوني تاریخي ښار ورانول پیل شوی دی. که څه هم په رسمي توګه ویل شوي چي ګواکي په دغه تصمیم کي ځايي خلکو ګډون درلود، خو ډیر زیات داسي ښکاري،چي د ښار اوسیدونکي په زور له خپل ټاټوبي څخه کډه شوي دي.

هغه څه چي خلک يې غواړي هغه دا ده چي د تصمیونو په پروسه کي باید ګدون ولري. که څه هم د چین اساسي قانون لږکیو ته پر پراخو حقونو اعتراف کوي.خو داسي امکانات په لاس کي نه لري چي خپل دغه حقوق د عمل په ډګر کي پلي کړي.

شخړي باید په ښکاره توګه وښودلای شي.کله چي ناخوښي او نارضیاتي تل ټکول کیږي.یوه ورځ نه یوه ورځ به هغه انفجارکوي. لکه چي په اورمچي کي وکړ.

von Hein/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل