1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کي د ميدويدف او عبدالله ليده کاته

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آذر ۲۳, دوشنبه

د روسيې لومړي وزير او د افغانستان اجرائيوي رئيس ټينگار کړی دئ چي دواړه هيوادونو گډ چلينجونه او چانسونه لري. دوی دغه راز د دوو اړخيزو اقتصادي همکاريو په اړه هم بحث کړی.

https://p.dw.com/p/1HNAe
Russland Treffen SCO
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې انترفکس خبري آژانس ليکي چي د چين په ژنگژو، ښار کي د شانگهای د همکاريو سازمان د سرمشريزي په څنډه کي د روسيې لومړي وزير ديميتري ميدويدف د افغانستان له اجرائيوي رئيس عبدالله عبدالله سره پر دوو اړخيزو همکاريو او بهرني سياست باندي بحث کړی.

د روسيې لومړي وزير د افغانستان له اجرائيه رئيس سره په ليدنه کتنه کي ويلي دي: «د شانگهای د همکاريو سازمان د مشرانو په غونډه کي دا يو ښه فرصت دئ چي د دواړو هيوادونو پر اړيکو، اقتصادي همکاريو او بهرني سياست خبري وسي.»

د افغانستان اجرائيوي رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي دي چي دا يو ډېر ښه چانس دئ چي د شانگهای د همکاريو سازمان د مشرانو د غونډي په بغل کي دوې اړخيزي خبري وسي: «هيڅ شک نه سته چي موږ دي گډ چلينجونه او چانسونه ونه لرو، نو ښه دی چي له دې فرصت څخه گټه واخلو او بحث پرې وکړو.»

د چين د هينان ايالت په ژنگژو ښار کي نن او سبا (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۴-۱۵مه) د شانگهای د همکاريو سازمان غونډه رابلل سوې ده.

په دغه غونډه کي د ياد سازمان د غړو ترمنځ په بېلابېلو برخو کي پر همکاریو باندي بحث کيږي. دغي غونډي ته د قزاقستان، قرغزستان، روسيې، تاجيکستان او ازبکستان پر استازو سربيره د دغه سازمان له څارونکو هيوادونو، لکه افغانستان، سپيني روسيې، هندوستان، ايران، منگوليا او پاکستان استازي هم وربلل سوي دي.

«کيدای سي افغانستان د شانگهای د همکاريو سازمان غړی سي»

څه موده دمخه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خپلواکو هيوادونو مشرک المنافع ټولني مدير الکساندر ستيرنيک له انتر فکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي ول چي افغانستان ته د شانگهای د همکاريو سازمان غړيتوب ورکول نه ردوي.

هغه ويلي ول چي د دغه سازمان د پراخولو بهير روان دئ: «په راتلونکو ورځو کي د هغو هيوادونو پر غوښتنو باندي غور کيږي چي د شانگهای د همکاريو سازمان بشپړ غړيتوب ئې غوښتی دئ.»

ستيرنيک زياته کړې وه: «افغانستان زموږ د خبرو اترو شريک دئ. فکر کوم چي د شانگهای د هکاريو سازمان غړي هيوادونه به له دې سره لېوالتيا ورلري چي په دغه هيواد کي د ثبات په ټينگېدو سره افغانستان ته بشپړ غړيتوب ورکړي.»