1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کي د مړو شمېر وار په وار ډيريږي

۱۳۸۹ فروردین ۲۶, پنجشنبه

ددې ويره سته، چي د چين د ولسي جمهوريت په لويديځه خواکي د زلزلې له امله له 600 څخه زيات کسان تلف سوي او په زرهاو کسان ټپيان سوي وي...

https://p.dw.com/p/Mx1j
په چين کي ژغورونکي ډلي
په چين کي ژغورونکي ډليانځور: AP

که څه هم د ژغوزني ډلي پخپل ټول توان سره په دې هڅه کي دي چي د رانړيدلو کورونو د کنډوالو څخه پاته ژوندي کسان را وباسي خو بياهم په زلزله ځپلې سيمه کي حالات دومره ويجاړ دي، چي دوی خپل کار سم پرمخ نسي بيولای.

له سيمي څخه د دويچه ويلي خبرياله پترا الدن لکي، چي په تلوزيون کي د نجات د ډلو فعاليتونه ښودل کيږي. ژغورونکي ډلي، چي زياتره عسکر دي کله چي په يوه ځای کي په اصطلا ټکهاری اوري هلته په بيلونو سره خاوري او ډبري لري کوي.

زلزله ځپلي سيمي ته له هري خوا څخه مرستندويي ډلي رسيدلي او حکومت هدايت کړي چي بايد د زلزله ځپلي سمي د مصيبت ځپلو سره سمدستي مرستي وشي.

ددې دپاره چي د مرستي چاري سمي تر سره سي، يوه تنظيماتي اداره جوړه سوې. په دغه اداره کي اته کاري ډلي دي، چي دوي د درملني، بيارغاوني، ټولنيزي او امنيتي چاري سرته رسوي، او ټولي هڅي ددې دپاره دي، چي په مصيبت ځپلې سيمه کي بيرته حالات عادي کړای سي.

په سيمه کي د نجات ډلي په ډير منظم اوچټکۍ سره چاري سرته رسوي ځکه چي چينايان په دې کار کي تجربې لري دوه کاله دمخه د چين د سيچوان په ايالت کي د يوې زلزلې په اثر لږ تر لږه 87000 انسانان وژل سوي ول.

خو ددغه ټولو هلوځلو سره سره بياهم د چين په شمال لويديځه سيمه کي ستونزي سته.

پخپله ژغورونکي ډلي په کافي اندازه وسايل او تجهيزات نلري. نه خېمې نه سمي جامې نه په کافي اندازه خوراکي مواد اونه هم د څښاک اوبه. سربيره پر دې په دغه سيمه کي دتبت د غرونو له خوا يو سوړ شمال لګيږي، خو په دغه سړه هواکي، چي دشپې د هوا درجه صفر وي، بياهم په لسهاو زره انسانانو شپه بهر په آزاده هوا کي تيره کړې.

دلومړۍ زلزلې څخه وروسته تر اوسه 476 نور د زلزلې سست ټکانونه په دغه سيمه کي احساس سوي، خو کيدای سي، چي بيا د زلزلې سخت ټکانونه هم منځ ته راسي. د جيګو په ښار او شاوخوا سيمي کي، چي ددغه زلزلې اصلي مرکز بلل کيږي، په سلو کي 85 ودانۍ رانړېدلي دي.

Aldenrath, Petra/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل