1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کي چاودنو سخته مرگ ژوبله رسولې ده

۱۳۹۴ مرداد ۲۲, پنجشنبه

د چين په بندري ښار تيانجين په چاودنو کي د وژل سوو کسانو شمېر نور هم ډېر سوی. اوس ويل کيږي چي ۴۴ انسانان وژل سوي او تر ۵۰۰ زيات ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1GEow
انځور: Reuters

د چين دولتي خبري آژانس شين هوا د راپور له مخي په دغو زورورو چاودنو کي د وژل سوو کسانو شمېر نور هم زيات سوی دی او په وژل سوو کسانو کي ۱۲ تنه اور وژونکي هم شامل دي.

د راپورونو له مخي ۵۲۰ ټپيان روغتونو ته رسول سوي چي د ۶۶ ئې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ.

د چين د دولتي تلويزيون CCTV د معلوماتو له مخي د چهارشنبې په ماښام اور وژونکو ته هغه مهال خبر ورکړل سو چي د بندر په يوه گدام کي چي کيمياوي مواد پکښې پراته ول اور بل سو. کله چي اور وژونکي دغه ځای ته رسېدلي، څو نوري زوروري چاودني سوي دي.

China Tianjin Explosion Gefahrgutlager
انځور: picture-alliance/ZUMA Press

د بندري ښار تيانجين د پوليسو په خبره، لومړۍ چاودنه د خطرناکو موادو په يوه گدام کي وسوه او تر هغه وروسته په نورو گدامونو کي هم چاودني وسوې.

د چينايي رسنيو د راپورونو له مخي دغه گدامونه په رويهای لوژيستيکي کمپنۍ پوري اړه لرله او ډېر ئې بشپړ نړېدلي دي.

ويل کيږي چي چاودني د يوې قوي زلزلې په شان پياوړي وې، او د زلزلې سنجولو مرکز حتی ثبت کړي دي.

دغه بندري ښار چي ۱۰ ميليونه نفوس لري، يوه عينی شاهد چي د چاودني له سمي ۱۰ کيلومتره لير وو، ويلي دي: «زه پر خپل کټ ناست وم چي يو دم ورېږدېدم او وروسته د کړکیو ښيښې راولوېدلې. ما سمدلاسه کوڅې ته وزغستل چي زلزله ده.»

China Explosion in Tianjin
انځور: picture-alliance/Xinhua via ZUMA Wire

ويل کيږي چي اور تر کنترول لاندي راغلی خو بيا هم په لسو ځايونو کي لمبې پورته کيږي. ويل کيږي چي د کمپنۍ منيجر پوليسو نيولی دئ.