1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کې د بشر د حقوقويو مدافع هو د درې نيم کاله حبس حکم شوی دی

۱۳۸۷ فروردین ۱۶, جمعه

پيکېنګ: د بشر د حقوقوپرنامتوچينايي مدافع هو " جيا " باندې د درې نيم کاله حبس حکم کول د سختونړيوالو احتجاجونو سبب شويدي.

https://p.dw.com/p/DdBB
Hu Jia
Hu Jiaانځور: picture-alliance/ dpa

د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيوچارووزيرې کوندوليزا " رايس " وويل، چې دغه حکم ډېرسخت خواشينی کونکی اواندېښمن کونکي دی. د اروپايي پارلامان رييس هنس ـ ګېرت " پوته رينګ " وويل، چې دغه حکم يوه مطلقه لمسونه ده.

د بشر د حقوقولپاره د ملګروملتونولويې کميسارې لوييز " ابور " پر چين باندې تورولګوی، چې د بشر د حقوقو د مدافعينو د کاراوفعاليت د محدودولولپاره له امنيتي دلايلو څخه کاراخلي. هو " جيا " په انټرنټ کې د حکومت د مخالفومضامينو د خپرولواوله بهرنيوډله ايزورسنيوسره د اړيکودرلودلوله کبله د حبس په جزامحکوم شو.