1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په چک کې د کډوالو وضعیت تر بندیانو بدتر دی»

جمشید فیاض (آژانسونه)۱۳۹۴ مهر ۲۲, چهارشنبه

د بشري حقونو یوې چارواکي انا ساباتووا، ویلي دي چې د چک هیواد د کډوالو په يوه مرکز کې د وضعیت ډیر خراب دی. هغې زیاته کړه چې د دغه کمپ وضعیت نړیوال نورمونه تر پښو لاندې کوي.

https://p.dw.com/p/1Gnfv
انځور: picture-alliance/dpa/L. Zavoral

د چک هيواد د بشري حقونو څیړونکي اننا ساباتووا په داسې حال کې د چک هیواد په «بیلا جیزوا کمپ» کې د کډالو له بد وضعیت څخه پرده پورته کړه چې په دې هیواد کې یې د ساتل کیدونکو کډوالو په اړه خبرې کولې.

هغې وویل: «موږ د یوې داسې پخوانی پوځي ودانۍ په اړه خبرې کوو چې په ځینو برخو کې یې وضعیت د چک هیواد د زندانونو په پرتله هم بدتر دی.»

اننا ساباتووا، چې دنده یې د دولت د فعالیتونو څارنه ده، وایي چې د دغه کمپ د خرابو شرایطو له کبله ماشومان شوک ویني. د هغه په خبره دغه شرایط د ملګروملتونو د ماشومانو د حقونو او اروپايي هیوادنو د بشري حقونو له کاوینسیونونو سره په ټکر کې دي.

د پنجرو تر شا

د میرمن انا ساباتووا په خبره له ماشومانو څخه ساتنه د چک هیواد په کمپونو کې د نوموړي هيواد متمدنوالی تر پوښتنې لاندې راولي: «هره شپه کډوال د پولیسو له خوا د شمیرنې په موخه د خوب څخه پورته کیږي. پولیسو ځینې وختونه خپل مخونه پوښلې وي او خولۍ یې پر سر وي. که چيرې ماشومان ویده وي نو پلارونه او میندې يې باید هغوی له خوبه راویښ کړي. ماشومان باید د شمیر پر مهال ودریږي.»

د سباتووا په خبره په د ‎ې کمپ کې د ماشومانو په مخ کې د هغوی له مور او پلار سره ناوړه چلن کیري، د هغوی لاسونه تړل کیږی او بیا د څلور متره لوړ اغځي لرونکي تار د ديوال تر شا اچول کيږي.

د کډوالو د راتګ مخنیوی

د چک د کورنیو چارو وزرات د میرمن انا ساباتووا د څرګندونو په تړاو ویلي دي چې هغوی اوس د دغه وضعیت د ښه کولو هڅه کوي.

د وزارت ویاندې میرمن پیټرا کوچروا، ویلي دي چې د زیات شمیر کډوالو پر راتګ سربیره هم چک د کډوالو د اوسیدو معیارونه په پام کې نیسي.

د چک هیواد د نورو اروپایي هیوادونو په پرتله خورا کم شمیر کډوال مني. خو د نوموړي هیواد پولیس هغه کډوال چې ثبت شوي نه وي د څو اوونیو له پاره ساتي چې له کبله یې پر دغه هیواد باندې د بشري حقونو د سازمانونو له خوا نیوکې شوې دي.

د بندي خانو څارونکي له پولیسو سره مرسته کوي.

بیلا جیزوا د چک هیواد د څلورو کمپونو له ډلې څخه دی چې په سلګونه کډوال په کې ساتل کیږي. د چک هیواد د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۸۰ داسې کډوال چې عمر یې له ۱۸ کلونو لوړ وو، یوه نوي مرکز ته چې په یوه پخوانی بندي خانه کې موقعت لري، لیږل شوي دي. همدارنګه نوموړی هيواد غواړي چې د پولیسو تر څنګ ۷۰ تنه د بندي خانې ساتونکي د مرستې لپاره په دنده وګماري.

د ۲۰۱۵ کال د جنوری او سپتمبر میاشتو په منځ کې ۷۱۰ زره کډوال اروپا ته رسیدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۴ کال کې اروپا ته د رسیدلو کډوالو شمیر ۲۸۲ زره وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب