1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې د جاپان پر ضد مظاهرې وشوې

۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبه

په چین کې د جاپان پر ضد مظاهرې پیل شوي دي. په دې ترڅ کې د چین په پلازمینه پیکینګ کې په زرگونه وگړي سړکونو ته راوتلي او د جاپان ضد شعارونه ئې ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/169dK
انځور: MARK RALSTON/AFP/GettyImages

د شنبې په ورځ په زرگونه مظاهره کوونکو په بیجینګ کې د جاپان سفارت پر ډبرو او بوتلونو وویشت. چین او جاپان د چین په ختیځ کې د ټاپوګانو پر یوې سلسلې باندې سره په شخړه کې دي.

پولیسو هڅه کوله چې د مظاهره کوونکو مخه ونیسي او هغوی ته اجازه ور نه کړي چې د جاپان سفارت ته ورسیږي. خو مظاهره کوونکو د جاپان بیرغ ته اور ورته کړ او د جاپان ضد شعارونه ئې ورکړل. ځینو مظاهره کوونکو داسې شعارونه ورکول: «زموږ ټاپوگان بیرته موږ ته ستانه کړئ!»

دا یوازې د چین پلازمینه نه ده چې په کې مظاهرې شوي د دې هیواد په لږ تر لږه لسو نورو ولایتونو کې هم د جاپان پر ضد مظاهرې شوي دي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس ویلي دي چې یوازې په ځینو مواردو کې د پولیسو او د مظاهره کوونکو تر منځ شخړې رامنځ ته شوي دي.

د مظاهرو له کبله د جاپان د بهرنیو چارو وزیر استرالیا ته خپل سفر رالنډ کړ او په توکیو کې ئې د دې موضوع په اړه خبرې وکړي. هغه وویل: «موږ هیله لرو چې د چین دولت به د دې وضعیت په کابو کولو کې په لازمو اقداماتو باندې لاس پورې کړي.»

د جاپان دولت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سنکاکو د ټاپوگانو سلسله ئې د هغې له پخواني مالک څخه رانیولي ده. چین هم د دې ټاپوگانو د سلسلې د مالیکیت ادعا کوي. که څه هم په دغه ټاپو کې څوک ژوند نه کوي خو ویل کیږي چې په کې د نقتو ډیرې زېرمې موجودې دي.

که څه هم د چین کمیونست حکومت په دې هیواد کې ډیر وخت چینايانو ته د مظاهره کولو اجازه نه ورکوي خو د جاپان په موضوع کې تر سخت فشار لاندې راغلی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض