1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ژمي کي به دافغانستان په شمال کي 77 زره کورنۍ دلوږي سره مخامخ سي

۱۳۸۷ دی ۲, دوشنبه

د آلمان د تخنيکي همکارۍ د ټولني، GTZ وياندي، ميرمن Schinta Sander د آلمان ږغ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل چه

https://p.dw.com/p/GLNE
د GTZ لخوا د اوبو راايستلو د يوې پروژې سره د مرستي يوه صحنه
د GTZ لخوا د اوبو راايستلو د يوې پروژې سره د مرستي يوه صحنه

د افغانستان په شمال کي په دغه ژمي کي څه ناڅه نيمايی خلګ د لوږي د مخامخ کيدو دخطر سره مخامخ دي .

پرله پسي وچ کالي، په تير کال کي لږ حاصلات او په بازارو کي د خوراکي موادو لوړي بيي ، دا ټول يو ځاي د افغانستان د شمال د اوسيدونکو دپاره ژوند سخت کړی دی . په داسي شرايطو کي خلګو ونه سوای کولای چي د ژمي دپاره ځانو ته يوڅه خوراکي مواد زيرمه کړي . ددغه ناورين د مخ نيوي په خاطر GTZ سمدلاسه په يوه پروګرام لاس پوري کړی دی :

Schinta وايي چه :« د جرمني د حکومت په هدايت د ګډو همکاريو او پراختيايي چارو د وزرات لخوا موږ 6 مليونه ايرو لاس ته راوړي چي په هغو سره به په دې ژمي کي د تقريباً 77 زرو کورنيو سره مرسته وکړو. دغه شمير کورنۍ زموږ د اټکل له مخي 450 زره خلک دي چي مرستو ته ضرورت لري .»

GTZ په خپل دغه پروګرام کي اړو خلکو ته يواځي د خوراکي توکو په ويشلو بسيا نه کوي، بلکه غواړي چي خلک خپله په کار ولويږي او ددي لاري خپل کورني عايدات لوړ کي .

Schinta د افغانستان د کلو اوپراختيا د وزارت سره همکاريو ته اشاره وکړه او ويې ويل : «دافغانستان د کلو او پراختيا د وزرات او په سيمه کي د نورو مرستنديو مؤسسو سره په موافقه کي، د درو مهمو پروګرامونو پريکړه شوې ده : لومړی د اصلاح سوو تخمونو ويشل، دوهم کليو او بانډو ته د څښاک د اوبوو رسول او دريم د سړکونو جوړول . »

د GTZ د يوي څيړني له مخي د افغانستان په شمال کي ليري او پراته کلي د وچ کاليو څخه ډيراغيزمن سوي دي .ددغي مؤسسي کار کونکی،کورنيليوس شيفر چي په نوموړې سيمه کي د بيړنيو مرستو همږغي په غاړه لري، وويل: « په ليري پرتو کلوکي د وچ کاليو له امله وضعيت په خاص ډول ناخواله دي . د جون د مياشتي څخه را په ديخوا موږ 25 زرو کورنيو ته څه ناڅه دوه مليونه ليټره دڅښاک اوبه رسولي دي .»

ده وويل چه ددغومرستوپه کولو سره خلک نه مجبوره کيږي چي خپل کلي پريږدي او په تل پاتي بې وزلۍکي ژوند وکړي .

شيفر وويل چه د کرني د تخمونو په ويشلو سره GTZ غواړي خلګ په راتلونکي کال کي خپلي مځکي وکري اووکولای سي خپل ژوند پخپله تأمين کړي . هغه وويل چي دغي مؤسسي تر اوسه پوري پر 22 زروبزګرانو باندي څه د پاسه زر ټنه د غنمو لومړۍ درجه تخمونه ويشلي دي .

شيفر اضافه کړه چي د هرقدم سره د اوږدې مودې اغيزي په پام کي نيول سوي دي :

هغه وويل: « موږ البته دغه تخمونه وړيا نه ورکوو، بزګران بايد يوڅو روپۍد هغه دپاره ورکړي . دغه پيسې بيا بيرته پرکلواو باڼدو باندي مصرفيږي اوددې لاري هلته نوري پراختيايي پروژي تمويليږي .»

شيفر همدارنګه وويل چي ددغو پروژو دلاري بې کاره او بې وزګاره خلک د کار او معاش خاوندان کيږي .کله چي يو سړک جوړيږي، کله چي د اوبو يوه ذخيره او يا د کرهڼي د اوبو رسولوکانالونه او ويالي جوړيږي، نو دغه خلک هلته په کار لويږي .

ددوی د ادعا سره سم GTZ پر دې بريالی شوی دی چي ديرش زره کورنۍ په کارونو بوختي کړي او د کورنيو په عايداتو کي يې زياتوالي راسي .