په ژمي کې د برلين د ليدو وړ ځايونه
که هوا سړه هم وي خو سړی کولای شي چې په برلين کې جالب شيان وويني. د آلمان د پلازمېنې يو څو غوره ځايونه د انځورونو په دغه ګالرۍ کې ووينئ.
چکر وهل
د برلين په مرکز کې د پوتسدام ميدان له باران او واورې څخه ډېر پټ د ليدو وړ ځايونه لري. دلته رستورانونه، دکانونه، موزيمونه او سينماګانې شته. د سوني د سنټر تر چتر لاندې دغه ټول امکانات سره راټول شوي دي.
د حيرانتيا له پاره
د پوتسدام په ميدان کې د فلم او تلويزيون د تاريخ موزيم هم شتون لري. په برلين کې ۱۷۰ موزيمونه شته. په دغه موزيم کې د فلم د تخنيک او تاريخ مهم څيزونه لکه جامې، عکسونه، ګاڼه او حتی د مينې خطونه نندارې ته ايښودل شوي دي.
د خوب او خيال نړۍ
آيا له سينما څخه ښه ځای شته څو سړی د ژمي يخه هوا هېره کړي؟ په برلين کې د آلمان د نورو ښارونو په پرتله تر ټولو زياتې سينماګانې موجودې دي. د څو پالاست په نوم لويه سينما (په انځور کې) او نورې وړې سينماګانې هم شته. نه يوازې فلمونه يې خوندور دي بلکې فضا يې هم.
غوټې وهل
څوک چې ټوله ورځ دباندې تېروي، شايد لامبو وهلو، په تودو اوبو کې لمبېدلو او آرام کولو ته اړتيا ولري. د ليکويدروم (په انځور کې) په ګنبد لرونکي تالار کې د مالګينې اوبو حوض له سړي څخه روزمره ژوند هېروي. د بېلابېلو رڼاګانو تر څنګ دلته کلاسيکه موسيقي هم غږول کيږي.
په ودانۍ کې دننه د مرجانو غونډۍ
د اکوا دوم په نوم ودانۍ د نړۍ تر ټولو ستر جلا ولاړ اکواريم دی. د برلين په زړه کې د مرجانو يوه غونډۍ او ۱۵۰۰ کبان پکې ځای پر ځای شوي دي. يو ښيښه يي ليفت يې په منځ کې قرار لري چې نندارچيان لوړې طبقې ته بيايي.
د نس غم
په کرويڅبېرګ کې د مارکېټ هال تل ډېر ډک وي. دلته د سړک په سر خواړه خرڅيږي چې خوندور او ارزانه دي. د رستوران پر ځای پکې د خوراکي موادو غرفې ولاړې دي.
سودا کول
د برلين لويه مغازه کادېوې نوميږي. خو د هغې علاوه نور د سودا کولو لوی مرکزونه او سړکونه هم موجود دي چې خلک د شيانو رانيولو ته رابولي.
چک چکې وهل
د برلين په تياترونو کې د نندارې له پاره خرڅېدونکي ټيکټونه آن مياشتې مخکې ټول خرڅ شوي وي. خو هغه څوک چې په تياتر کې غواړي يو ماښام تېر کړي، کولای شي چې بيا هم خپل بخت وازموي. ډېری وخت يو څو ټيکټونه د نندارې په ماښام لا عرضه کيږي.
نڅا کول
په برلين کې داسې يو ځای شته چې د هر عمر لرونکي خلک پکې ګډيږي. د «کلېرشنس بالهاوس» په نوم د نڅا ځای د ۱۹۱۳ کال راهيسې د برلين په مرکز کې وجود لري چې تر اوسه پورې يې محبوبيت خورا ډېر دی.
سفر کول
د برلين د ليدو وړ ځايونو د ليدلو له پاره تر ټولو ارزانه امکان د برلين د سړک په سر له اورګاډي سره سفر دی. دلته يو ټيکټ ۲،۸۰ کيږي چې اوږدې فاصلې پرې سړی وهلی شي.