1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ژنيو کي د سوريې په اړه خبرو دريمه ورځ

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۸, سه‌شنبه

د سوریې د سولي په اړه خبري اتري چې د ملگرو ملتونو په مشرۍ پيل شوي دي، دریمي ورځي ته ننوځي. د دوشنبې په ورځ د سوریې د حکومت او اپوزیسیون د استازو تر منځ خبري اتري درېدلي وې.

https://p.dw.com/p/1AyGi
انځور: Getty Images/AFP/Fabrice Coffrini

په ژنیو کې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جنوري ۲۷) د سوریې د حکومت او اپوزیسیون استازو یوزاي نژدې یوه ساعت د دغه هیواد د کورنۍ جگړې په اړه د مخامخ خبرو اترو په تر سره کولو وتوانیدل. د یوه انتقالي حکومت د رامنځ ته کولو او د سوریې دریم ستر ښار حمص ته د بشري مرستو د رسولو پر سر خبري اتري د دوشنبې په ورځ په ټپه ودرېدلې.

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اخضر ابراهیمي خبریالانو ته ویلي دي چې دی غواړي د سه شنبې په ورځ دواړه اړخونه یو وار بیا د خبرو اترو میز ته سره کښینوي، «څو د ژنیو د اعلامیې په اړه خبري اتري وکړي او به ګوري چي که چیري بحثونه بیرته پیل شي.»

د دغو خبرو اترو د پیلیدو د مخه د ملگرو ملتونو استازي ابراهیمي ویلي دي «یو ځل بیا غواړم تاسو ته ووایم چې موږ د کومې معجزې اټکل نه کوو. خو موږ به خپلو هڅو ته ادامه ورکړو او وبه ګورو چې کوم پرمختگ رامنځ ته کیدای شي.»

ترینگلتیا هغه وخت لا پسې زیاته شوه چې د دوشنبې په ورځ د بشارالاسد رژیم استازو د هر ډول قدرت د انتقال پر سر بحث ونه کړ. دغه کار د اپوزېسیون د استازي چې مشري یې هادي البهرا کوله له مخالفت سره مخامخ شو. هغه وویل چې د حکومت له خوا هغه وړانديزچې پکښې د ولسمشر د بیا ټاکل کیدو خبره شوې «د ژنیو د خبرو ترچوکاټ د باندي خبره ده.» د هغه اشاره په ۲۰۱۲م کال کې تر سره شوي د ژنیو ۱ کنفرانس ته وه.

«خلک وږي دي»

په داسې حال کې چې د سوریې د درې کلني کورنۍ جگړې د ختمیدو په موخه پیل شوي خبري اتري د دوشنبې په ورځ ودریدې، د امریکا متحده ایالاتو د سوریې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د حمص ښار ته مرستې ورپریږدي. د سوریې حکومت اعلان کړی دی چې دوی به د کلابند شوي ښار حمص څخه ماشومانو او ښځو ته د وتلو اجازه ورکړي او یاغیان باید دوی ته د هغو کسانو نومونه ورکړي چې په دغه ښار کې پاتيږي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند اېدگار وسکویز، ویلي دي چې د ښار خالي کیدل د بېړنیو مرستو د رسیدو بدیل نه دی. هغه زیاته کړې ده: «موږ پر دې خبره باندي ټینگ باور لرو چې د سوریې حکومت باید همدا اوس د حمص زاړه ښار ته چې پکښې بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا ده، د مرستو د کاروانونو د لیږلو خبره ومني. حالت نا امیده کوونکی دی او خلک وږي دي.»

د سوریې اپوزیسیون هم د اسد رژیم د دې ډاډمنتیا په اړه شک او تردید څرگند کړی دی، چې گويا له حمص ښار څخه به د ماشومانو او ښځو وتلو ته اجازه ورکړي. دغه اعلان د یکشنبې ورځې په پای کې شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د سوریې اپوزیسیون ویاند پر حکومت تور لگولی وو، چې دغه ښار ته یې د مرستو رسولو مخه نیولې ده. د هغه په وینا شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ د بمبارۍ له امله بندۍ پاتي شوي دي چې د خوراکي موادو او دارو درملو له کمښت سره مخامخ دي.

د سوریې د سولې کنفرانس چې د «ژنیو۲» نوم ورکړل شوی دی، د جنوري میاشتې پر ۲۲مه نیټه د سویس په مونترو ښار کې پیل شوی دی. تر دې دمخه د نړیوالې ټولنې دا هڅې چې د اسد رژیم او د اپوزیسیون استازي سره یوه میز ته کښینوي څو ځله له ناکامۍ سره مخامخ شوي وې.

د سوریې د کړکیچ له پيل راهیسې چې د ۲۰۱۱مېلادي کال په مارچ میاشت کې پیل شوی دی، تر اوسه پکښې نزدې ۱۳۰زره انسانان وژل شوي دي. په میلونونو خلک د هیواد په داخل کې بې ځایه شوي دي او شاوخوا دوه میلیونه سوریایانو، په گاونډیو هیوادونو کې پنا اخیستې ده.