1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د نژاد پالنې ضد کنفرانس

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

د ژنيو د کنفرانس وروستۍ اعلاميه د کنفرانس د پاې نه درۍ ورځې مخکې تصويب شوه. د ملګرو ملتونو د نژادپالنې ضد کنفرانس ژر تصويب شوې اعلاميه د دغه کنفرانس لوړ ټکی ګڼل کيږی.

https://p.dw.com/p/Hbwb
په کانفرانس کې يو فعال کډونکوونکی
په کانفرانس کې يو فعال کډونکوونکیانځور: AP

د ژنيو د کنفرانس ريس آموس واکو ددغې موضوع تر اعلان وروسته څو ثانيې څار وکړ، څو هغو کسانو چې د اعلاميې له لاسليک سره توافق نه لری، د خبرو چانس ورکړی. تيره شپه د دغې پريکړې په اعلانولو، د کنفرانس له ډيرو ګډونکوونکو سره يوه آرامتيا پيدا شوه. سره له دې چې د نژادپالنې ضد کنفرانس چې د ډيرو لانجمنو خبرو اترو لامل شوی وو، د جمعې په ورځ پايته رسيږی، خو بريالی شو چې له پای مخکې داسې يو ه اعلاميه چې د اکثريت د منلو وړ وی، وړاندې کړی.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو لوړه کميساره ناوی پيلی، د نژاد پالنې ضد کنفرانس له وروستۍ اعلاميې څخه خوښی څرګندوی.

« دغه وروستی سند ټولو هغو غلطو او ناوړه معلوماتو ته چې د کنفرانس د تياري په وخت کې رابرسيره شوی وو، يو سم ځواب دی.»

تردې لږ مخکې د سويس د هيواد د بهرنيو چارو وزير ميشلين کالمی-ری هم داسې پتيلې وه.

د منځنی ختيځ کړکيچ نه يواځې «دغه» کنفرانس تر خپلو وړانګو لاندې راوستی وو، بلکې د ملګرو ملتونو د نژادپالنې ضد لومړی کنفرانس چې د سهيلی افريقا په دوربان کې اته کاله مخکې جوړ شوی وو هم تر خپل اغيز لاندې راوستی وو.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو لوړه کميساره ناوی پيلی، د نژاد پالنې ضد کنفرانس له وروستۍ اعلاميې څخه خوښی څرګندوی
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو لوړه کميساره ناوی پيلی، د نژاد پالنې ضد کنفرانس له وروستۍ اعلاميې څخه خوښی څرګندویانځور: AP

د وروستی اعلاميې په مسوده کې مذهب ته د توهين منع په نظر کې ساتل شوې وه، او هم اسراييل تر سختو يو اړخيزو نيوکو لاندې راغلی وو، خو په دې موضوع کې د روسيې په منځګړيتوب د وروستې اعلاميې په باب جوړه وشوه. چې اوس تصويب شو.

دغه اعلاميه ډيرې ګواښونې لری. په دې معنا چې د حکومتونو پام خپلو مسؤليتونو ته وراړوی. لکه د انسانانو په وړاندې پاملرنه، د خپلو اتباعو د حقونو ساتل اويا د نژاد پالنې په وړاندې مبارزه.

بايد وويل شی چې په ټوله بڼه اعلاميه د بشری حقونو د ساتلو لپاره د حکومتونو زياته پاملرنه غواړی او هغې ته لوړ ارزښت ورکوی.

په اوسنيو حالاتو کې د داسې يو سند تصويب اړين بريښی. ځکه په وروستيو اتو کلونو کې وضعه نوره هم خرابه شويده. د ملګرو ملتونو د بشری حقونو لوړه کميساره څرګندوی، چې دغه اعلاميه له حکومتونو سره حقوقې تړاو نه لری، خو يو اهم سيمبوليک سند دی چې، له پردو سره د کرکې په وړاندې، د مبارزې لپاره د لا پوهيدو او د ملګرو ملتو د سازمان د بشری حقونو د ټولنو نه د پلوی ارزښت لا لوړ کړی.

د بشری حقونو دساتنې له نړيوالې ټولنې څخه يولی دی ريفيرو وايي:

« ډير شه وشول چې دا اعلاميه په داسې وخت کې تصويب شوه چې احمدی نژاد هم دلته وو، ده هڅه وکړه چې دغه بهير ته زيان ورسوی. د حکومتونو لپاره سخته تمامه شوه او هم يي وخت ونيو. خو اوس موږ يو ښه پياوړی سند په لاس کې لرو چې د ساری په ډول ښه روښانه کوی، چې له نژاد پالنې سره مبارزه يوازې هغه وخت کيدای شی چې سړی د بيان آزادی پياوړې کړی.»