1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ژنیو کې د سوریې د خبرو دویم پړاو پیل شو

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۱, دوشنبه

په ژنیو کې د سوریې د سولې په هکله د خبرو اترو دویم پړاو پیل شو. د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر براهیمي د سوريي د ملي ائتلاف له استازو سره لیدلي او بیا وروسته به د سوریې د رژیم له پلاوي سره هم وویني.

https://p.dw.com/p/1B5wo
انځور: Getty Images/Afp

په ژنیو کې د سوریې د حکومت او اپوزیسیون تر منځ د سولې په هکله د خبرو اترو دویم پړاو پیل شوی دی. دغه خبرې اترې د سوریې په حمص ښار کې د درې ورځني اوربند وروسته پیلیږي، چې په ترڅ کې يې په سلگونو کسان له دغه ښار څخه ووتل.

د حمص په ښار کې درې ورځنی اوربند چې د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ د ځانگړي استازي لخضر براهیمي په هڅو رامنځ ته شوو، د حمص د زاړه تاریخي ښار سلگونو اوسیدونکو ته له دغه ښاره څخه د وتلو اجازه ورکړه. د هغې په تعقیب د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د فبروري د میاشتې لسمه) په سویس کې د سوریې د حکومت او اپوزیسیون د استازو تر منځ د سولې په تړاو د خبرو اترو دویم پړاو پیلیږي.

په ۲۰۱۱م کال کې حمص یو له هغو لومړنیو سیمو څخه وه، چیرې چې د بشارالاسد پر ضد پاڅون کوونکي راغونډ شوي ول. پر دغه سیمه ډیری هوایي او ځمکني بریدونه شوي دي.

په تیر کال کې حکومتي ځواکونه پر دې وتوانیدل چې د دغه ښار د تاریخي مرکز د گاونډیو سیمو پرته، لویه برخه یو ځل بیا تر خپلې ولکې لاندې راولي. له څو میاشتو راهیسې په دغه سیمه کې شاوخوا ۲۵۰۰ ملکي کسان کلابند شوي ول او هیڅ رنگه خوراکي توکو ته یې لاس رسی نه درلود.

د یکشنبې په ورځ د ډزو د پیښو سره سره، ملگري ملتونه او د سوریې سور صلیب له حمص ښاره څخه د ۶۰۰ تنو څخه د زیاتو ښځو، ماشومانو او د پاخه عمر لرونکو کسانو په راایستلو وتوانیدل. د یکشنبې د ورځې د ډزو د پيښې پړه د سوریې حکومت پر اپوزیسیون اچوي، خو اپوزیسیون د دغه کار له پاره د سوریې حکومت گرم بولي.

مرستندویه کارکوونکي د حمص ښار ته د خوراکي توکو، د څښاک د پاکو اوبو او دارو درملو په لیږدولو هم بریالي شول.

پلاوي ژنیو ته رسیدلي دي

د سوریي حکومتي پلاوی د یکشنبې په شپه ژنیو ته رسیدلی دی. اټکل کیږي چې د سوریې له ملي ائتلاف سره به دغه خبرې اترې چې د ملگرو ملتونو په منځگړتوب تر سره کیږي، پنځه ورځې وخت ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د اپوزیسیون یو شمیر ډلې د دغو خبرو اترو له ملاتړ څخه ډډه کوي. د یکشنبې په ورځ د سوریې د اپوزیسیون یوې لویې ډلې د دیموکراتیک بدلون له پاره د ملي همکارۍ سازمان او همداشان استانبول میشته د سوریې د اپوزیسیون د ملي شوری، په نوم ډلې ویلي دي چې دوی به په دغو خبرو اترو کې گډون و نه کړي. په سوریه کې د پاڅون کوونکو د زیاترو جنگیدونکو ډلو، په شمول د سوریې د اسلامي جبهې او د سوریې د انقلابي جبهې په نوم ډلو هم د خبرو اترو له ملاتړ څخه ډډه کړې ده. دې کار د سوریې د ملي ائتلاف توانمندي تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

خو د اپوزیسیون پلاوي (د سوریې ملي ائتلاف) او د ائتلاف د قانوني کمیټۍ مشر هاتم الملاح، ویلي دي: «د سوریې د باندې او دننه له نورو سیاسي، ټولنیزو او ملي ډلو سره زموږ خبرې اترې ادامه لري. موږ خپل پلاوي ته ژمن یو، چې د ټولې سوریې استازيتوب کوي، نه یوازې د یوه جوړښت.»

د سوریې د ملي ائتلاف مشر احمد الجربا، ویلي دي چې د سوريي د حکومتي پلاوي مشري دي، د بهرنیو د چارو وزیر ولید المعلم او د هغه د مرستیال فیصل المقداد پر ځای د سوریې مرستیال ولسمشر فاروق ا لشرع، ته ورکړای شي. د الجربا، په وینا د سوریې مرستیال ولسمشر الشرع د هغو یو څو دولتي چارواکو څخه گڼل کیږي، چې د اپوزیسیون په منځ کې له اعتماد څخه برخمن دی.

په ژنیو کې د سوریې په هکله د خبرو اترو لومړنی پړاو د جنوري د میاشتې پر ۳۱ نیټه پاې ته ورسید. په دغه لومړني پړاو کې د تاوتریخوالي د ختمولو، د سیاسي لیږد د انتقال او نه هم د بشري مرستو د رسولو په اړه کوم اساسي ستراتیژي رامنځ ته شوې وه.