1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ښوونځي کې د وژل شوو شاگردانو عمرونه د ۶ او ۷ کلونو تر منځ وو

۱۳۹۱ آذر ۲۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/173Oy

د امريکا د Connecticut آيالت په يو لومړني ښوونځي کې د تر سره شوي بريد نور جزيات هم راوتلي دي. يوه پلټونکي ويلي چې ۲۶ تنه مړه شوي انسانان څو څو وارې په ګوليو لګېدلي ول. شل مړه شوي ماشومان، چې اته يې هلکان او دولس يې نجونې وې، د شپږو او اوو کلونو عمر درلودونکي ول. وسله وال قاتل د جمعې په ورځ په ياد مکتب کې شپږ مېرمنې او خپله مور هم په خپل کور کې وژلې وه. پوليسو ويلي دي چې داسې شواهد يې موندلي دي چې د بريد لامل روښانه کولای شي، خو نورې څرګندونې يې ونه کړې.