1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل او مزارشریف کې چاودنو ۵۸ کسان ووژل

۱۳۹۰ آذر ۱۵, سه‌شنبه

افغان امنيتي چارواکي وايي، چي په افغانستان کې دوو چاودنو لږ تر لږه ۵۸ کسان وژلي دي. چاودني په مزارشریف او کابل کي د عاشورا د مراسمو د لمانځلو پر وخت رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/13NKS
په برید کې د وژل شوو کسانو شمیر کیدای شي چې لوړ شي
په برید کې د وژل شوو کسانو شمیر کیدای شي چې لوړ شيانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان په شمالي ښار، مزارشریف، کې د یوې بمي چاودني له کبله څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د بلخ ولايت د پوليسو يوه چارواکي له دویچه ویله پښتو ويبپاڼي سره په تلیفوني اړیکه کي وويل، چي پیښه د صدیق يار په څلور لاري کي رامنځ ته شوي.

دغه چارواکي زیاته کړه چي په پیښه کي وژل شوي کسان ټول ملکیان دي. د هغه په وینا دغه کسان په مزارشریف کي د حضرت علی د زیارت څخه خپلو کورونو ته روان ول.

نن په افغانستان کې د عاشورا ورځ لمانځل کیږي. د بلخ ولایت د پولیسو دغه چارواکی وایي، چي په پیښه کې وژل شوي کسان ټول د عاشورا د مراسمو څخه د ستنېدو په حال کې ول. دا په مزارشریف کې د خپل ډول لومړنۍ پیښه ده.

په همدې حال کې بیا په یوه بله ورته پیښه کي چي د کابل په ښار کې رامنځ ته شوي څه نا څه ۵۴ کسان وژل سوي او يو ډیر شمیر نور ټپیان سوي دي.

په دغه پیښه کي، یوه ځانمرګي برید کوونکي د عاشورا مراسمو د لمانځه پر مهال پر یوه مسجد برید کړی.

ولسمشر کرزي هم دغه پیښه په کلکه غندلې ده. هغه اوس مهال په برلین کي دی. دا په داسې حال کې ده چي طالبانو هم دغه پیښه غندلې ده.

د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا په غاړه نه دی اخستی.

مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم