په کابل کي بيا يو خونړی بريد تر سره سوی دی
۱۳۸۸ اسفند ۷, جمعهاعلان
د افغانی چارواکو د څرګندونو له مخي د قربانيانو په جمله کې څلور هندوستانيان هم شامل دی . د بريد هدف د هغو دوو هوټلونو الوزول وه چې خارجيان پکښې ميشت دی . د عيني شاهدانو له خولې ويل کيږی چې هلته دوو ځانمرګو ځانونه والوزول . ورپسې د امنيتي ځواکونو لخوا ډزي وشوې . د دغو چاودنو پړه اسلامی بنسټپالو طالبانو پر غاړه اخيستې ده . دا په کابل کې د جنورۍ د مياشتي له 18 نيټې راوروسته چې 12تنه په يوه غبرګ بريد کې وژل شوی وه، لومړنی بريدؤ .