1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي تر ټولو گران تفريحي کلب

۱۳۹۱ آذر ۳, جمعه

په کابل کي يوې افغاني پېغلي د بولينگ کلب جوړ کړی دی. دغه پيغلي خپل د ژوند ډيره برخه له هيواده دباندي په جلا وطنۍ کي تيره کړې ده. هغه يو کال دمخه بيرته خپل هيواد ته ستنه سوې ده.

https://p.dw.com/p/16ofR

۲۸ کلني ميني رحماني ۱۴ کاله له خپلي کورنۍ سره په پاکستان کي مهاجره وه، او څلور کاله ئې په کاناډا کي د کډوالۍ ژوند کړی دی. رحماني وايي، ځکه ئې په کابل کي د بولينگ کلب جوړ کړ، چي دلته د ځوانانو د ساتيري له پاره هيڅ ځای نه وو.

دغه پېغله وايي، چي په فارغه وخت کي د ساتيري اسانتياوي د سولي له پاره ډيري اړيني دي: «د ساتېري اسانتياوي د سولي لپاره ډېري مهيمي دي. ولي چي دا ډول اسانتياوي خلک د جنگ جگړې او تاوتريخوالي څخه راگرځوي.»

پېغله رحماني د بولينگ کلب د جوړلو په اړه وايي: «کله چي زه په ۲۰۱۰ کال د يوې مياشتي له پاره کابل ته راغلم، ډېر ژر سخته نفستنگې سوم. ځکه په دغه ښار د ځوانانو او پېغلو له پاره هيڅ شی نه ول. هغه وخت ما اراده وکړه چي زه به د ساتېري په ډگر کي دلته کوم کار کوم. د بولينگ کلب د جوړولو فکر وروسته راپيدا سو. کله چي زه کاناډا ته ستنه سوم او هلته خپل کور ته نژدې په يوه ځای کي وم، نو له ځان سره مي فکر وکړ، چي د بولينگ کلب به جوړ کړم.»

د دې کلب انځوريز راپور دلته کتلای سئ.

بولينگ يوه داسي لوبه ده چي يو دروند گيند چي پکښې د گوتو د ټينگېدو له پاره سوريان جوړ سوي دي په يوه ځانگړي مسير يا لاره کي په تاو سره غورځول کيږي. د مسير په پای کي يو شمېر درانه بوتلونو ته ورته اجسام په څو کتارونو کي ولاړ وي. په دغه گين چي هر څومره زيات دغه اجسام چپه سي هغومره زياتي نمرې گټل کيږي.

رحماني وايي، کله چي کاناډا ته ولاړم په دې وتوانېدم چي خپل مور او پلار په دې راضي کړم چي په کابل کي خپله مځکه خرڅه کړم او په دې توگه د بولينگ کلب جوړ کړم.

د رحماني کورنۍ په اقتصادي توگه په ډېر ښه حالت کي ده. پلار يې ډاکټر او مور يې د پوهنتون استاده ده. د رحماني کورنۍ د بولينگ په دغه کلب کي چي ۱۲ اوتومات ليکي جوړي سوي دي، تر يو ميليون ډالرو زياته پانگونه کړې ده.

له دې کلب سره يو ريستورانت هم سته. رحماني پر خپل دغه کلب باندي د سترايکرز Strikers يا اتلان نوم ايښی دی.

مينه رحماني وايي، چي افغانستان مي کور دی او اوس يې ډېر پرمختگ کړی دی: «زه خوشحاله يم، چي اوس مي په وطن کي د بولينگ کلب سته. دا زما د ژوند ترټولو ښه برخه ده.»

په کابل کي د لولينگ کلب د يوه خط د يوه ساعت کرايه ۳۰ ډالره ده، خو بيا هم ورباندي ډير بيروبار وي او ځای نه پيدا کيږي.

ميني رحماني پداسي وخت کي په خپله پانگونه خوشاله ده چي يو شمېر نور افغان پانگوال له دغه هيواده خپله پانگه باسي. دغه کسان دا ويره لري، چي امنيتي وضعه بيا خرابه نه سي او د ۱۹۹۲ کال په شان کورنۍ جگړه رامنځ ته نسي.

مينه رحماني وايي چي تر اوسه خو په خپل کار ډېره خوشاله ده لېکن که رشتيا هم کورنۍ جگړه رامنځته سي نو بيا به مجبوره وي چي له افغانستانه هجرت وکړي.

ساندرا/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل