1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کي خونړۍ چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۶ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د افغان چارواکو په خبره په کابل کي ځانمرگي موټربم چاودني ۸۰ کسان وژلي او ۳۵۰ زيات نور ټپيان سوي دي. پيښه د کابل په وزير اکبرخان مېنه کي رامنځته سوې او تر اوسه پوري ئې هيچا مسئوليت پرغاړه نه دی اخيستی.

https://p.dw.com/p/2dsQ4
Afghanistan Explosion in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د روغتيا وزارت ويلي دي چي په دغه چاودنه کي ۸۰ کسان چي ښځي او ماشومان هم پکښې شامل دي وژل سوي او تر ۳۵۰ زيات نور ټپيان سوي دي.

په لومړی سر کي د ۹ جسدونه او نژدې ۹۰ ټپيان خبره کېده. وروسته بيا خبري آژانسونو د افغانستان د روغتيايي چارواکو په حواله د وژل سوو کسانو شمېر ۲۰ او تر۳۰۰ زيات ټپيانو خبر ورکړ.

د فرانسې خبري آژانس بيا د افغانستان د روغتيا وزارت د وياند وحيد مجروح له قوله ليکلي دي چي په چاودنه کي ۴۹ کسان وژل سوي او تر ۳۰۰ زيات ټپيان سوي دي. د تلفاتو دغه شمېر د افغانستان د روغتيا وزارت يوې بلي سرچينې هم تائيد کړی دئ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په کابل کي پر اوسېدونکو ږغ کړی دی چي روغتونونو ته ولاړ سي او وينه ورکړي، څو ټپيان د ويني له کمښت سره مخامخ نه سي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي دغه موټربم د کابل په وزير اکبرخان مېنه کي سهار هغه مهال وچاود، چي خلک له خپلو کورونو څخه د کار پر لور روان ول. په دغه سیمه کي سهار او ماځيگر مهال سخته گڼه کوڼه وي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ويلي دي چي پيښه نن د چهارشنبې په ورځ سهار اته نيمي بجې په زمبق چهاراهي کي رامنځ ته سوې او گومان کيږي چي چاودېدونکي مواد دي د اوبو په يوه ټانکر يا د انساني فضولاتو د انتقال په يوه موټر کي ځای پر ځای سوي وي. هغه ويلي دي چي په دغه چاودنه کي نژدې ۳۰ موټر ويجاړ سوي دي.

زمبق څلور لاري د جرمني او هند سفارتونو او د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې پرته ده.

د عيني شاهدانو په خبره چاودنه د موټرو په منځ کي سوې او ټول سړک بند سوی. دوی ويلي چي د چاودني له ځايه سخته لوخړي پورته کيږي او هري خوا ته مړي او ټپيان ليدلي دي.

د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پرغاړه اخيستی نه دی، خو په کابل کي د وروستيو ډيرو دغه شان پيښو مسئولیت ترهگري ډلي داعش پر غاړه اخيستی.

(dpa, afp/ NZ)

زموږ له ارشيف څخه: