1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د اسلام ضد فلم پر وړاندي مظاهرې وسوې

۱۳۹۱ شهریور ۲۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16AG7

په افغانستان کي د اسلام ضد فلم د خپرولو پرضد د مظاهرو په ترڅ کي تاوتريخوالی را منځ ته سوی دئ. پولیسو خبر ورکړی دئ چي په کابل کي شاوخوا ۱۰۰۰ تنه مظاهره کوونکي سره راټول سوي ول ، او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول. حالت هغه وخت کړکېچن سو چي ځوانانو د کثافاتو بیرلونو او دوکانونو ته اور واچاوه. ویل کیږي چي په دغه پېښه کي د پولیسو یوه موټر ته هم اور واچول سو. د امنیتي ځواکونو په حواله د هغوی۵۰ تنه د ډبرو د ویشتلو له امله زخمیان سوي دي. همدارنګه ویل کیږي چي د خلکو له خوا پر پولیسو باندي ډزي هم سوي دي. له بلي خوا د جلال آباد په ښار کي هم د ۸۰۰ په شاوخوا کي انسانان سړکونو ته راوتلي ول، تر څو په امریکا کي د جوړ سوي اسلام ضد فلم په مقابل کي مظاهره وکړي. امنیه قوماندان داوود امین ویلي دي چي لږ تر لږه یو د پولیسو موټر ته اور اچول سوی دئ.