1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د افغان او پاکستاني خبريالانو غونډه

۱۳۸۹ بهمن ۵, سه‌شنبه

د دواړو هيوادونو په لسګونو خبريالان په دغه غونډه کي پر دي خبري کوي چي څنګه کولای سي د حالاتو ريښتيني او شفاف انځور د پولي د دواړو غاړو اوسيدونکو ته وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/Qv4Y
په دغه دوه ورځني ګډه غونډه کي د خيبر پښتونخواه ۱۳ تنه خبريالان هم حضور لري.
په دغه دوه ورځني ګډه غونډه کي د خيبر پښتونخواه ۱۳ تنه خبريالان هم حضور لري.انځور: DW

د غونډي يوه بله موخه دا هم وه چي څنګه خبريالان کولا سي د ريښتينو حقايقو په خپرولو سره په سيمه کي د سولي او ټيکاو راوستلو او همدا راز د دواړو ملکونو د تفاهم په برخه کي کار کولای سي.

دغه ناسته چي نن به پاي ته ورسيږي د آلمان د بهرنيوچارو وزارت په مالي مرسته جوړه سوي وه چي چاري يي د ميديوتيک په نامه يوي افغاني موسسي له خوا پر مخ بيول کيدي.

په کابل کي د نی په نامه د خبريالانو د ملاتړ د يوې ټولني مشر صديق الله توحيدي وويل چي خبريالانو هيڅ کله هم د دواړو ملکونو ګټو ته ځيان ندی رسولی او همدا سياست وال دي چي په ملتونو لوبي کوي.

د ميديوتيک موسسي ريس حميد ځاځي وويل: « دغه غونډه د دې لپاره په لاره اچول سوې ده تر څو د رسنيو د چارو فعالين وهڅوي چي په سيمه کي د سولي د فرهنګ د راوستلو لپاره کار وکړي، او هغه تته فضا له مينځه يوسي چي د پولي د دواړو غاړو يو شمير خلک يې يو له بله سره اچولي دي».

د ځاځي په خبره چي دوی هڅه کوي په دغه دوه ورځنۍ غونډه کي حاضرو خبريالانو ته د داسي يوه ميکانيزم په ښولو سره د هغوي مسکلي پوهه لوړه کړي چي يو له بل سره خپلي کاري تجربي شريکي ګړي او يو له بل سره معلومات هم شريک کړي.

په دغه دوه ورځني ګډه غونډه کي د خيبر پښتونخواه ۱۳ تنه خبريالان هم حضور لري.

د پاکستاني خبريالانو له ډلي د شميم شاهد په نامه يوه تن دويچه ويله ته وويل چي دوی له افغانستان سره سخته مينه لري او د دواړو هيوادونو دين، مذهب او فرهنګ يو دی.

نوموړي وويل چي دوی به خپل هيواد ته په ستنيدو سره هڅه وکړي په خپلو اړوندو رسنيو کي د افغانستان د مسايلو په اړه زيات رپوټونه خپاره کړي او دغلته تيريدونکي سياسي حالت ښه تر پوښښ لاندي راولي.

د کابل په ستاره هوټل کي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په مالي مرسته دغه دوه ورځنۍ غونډه پر داسي محال په لاره اچول کيږي چي ټاکل سوي د پاکستان خبريالان هم يوي افغان خبريالي ډلي ته هغه ملک ته د تلو بلنه ورکړي.

د غونډي ګډون والو وويل چي دا به افغان خبريالانو ته ښه موکه ور په لاس کړي تر څو د پاکستان د وتليو او نا متو خبريالانو له تجربو او کاري وړتياوو څخه څه زده کړي او ملک ته په بيرته را ستنيدو ترينه په خپل مسلکي ژوند کي ښه ګټه پورته کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل