1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د با کيفيته درملو نندارتون

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ شهریور ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت او سوداگرۍ او صنايع خوني له خوا د با کيفيته درملو نندارتون پرانيستل سوی دئ. په دغه نندارتون کي د افغانستان، پاکستان، ايران او آلمان شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندي کړي دي.

https://p.dw.com/p/19bv4
Medizin Ausstellung in Kabul, Afghanistan. Autor: Hussain Sirat (DW-Korrespondent).
Medizin Ausstellung in Kabulانځور: DW/Hussain Sirat

دغه نندارتون چي درې ورځي به دوام وکړي موخه ئې د افغانستان صحی سکتور ته د با کيفيته درملو معرفي کول دي. دا په داسي حال کي ده چي افغانستان ته د بې کيفيته درملو وارداتو دغه هيواد له ستري ستونزي سره مخامخ کړی دئ.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خوني د اجرايوي هيئت رئيس قربان حقجو د دغه نندارتون په پرانيست غونډه کي له پانگوالو څخه وغوښتل چي هيواد ته د با کيفيته درملو په وادولو کي کوښښ وکړي :«له نېکه مرغه موږ په دغو غورفو کي د اروپايي شرکتونو درمل په ځانگړې توگه آلمان دا وړاندي کړي دي. هيله مند يو چي پانگوال به په دغه برخه کي خپله پانگونه وکړي.»

د حقجو په خبره هغه بر رسۍ چي د درملو په برخه کي په بازار کي ترسره سوي دي ښيي چي په سلو کي ۴۰ سلنه درمل چي په دغه هيواد کي پلورل کيږي بې کيفيته او تر تاريخ تيري دي.

دا لومړی وار دئ چی دغه شان یو نندارتون پرانيستل کيږي
دا لومړی وار دئ چی دغه شان یو نندارتون پرانيستل کيږيانځور: DW/Hussain Sirat

د افغانستان د سوداگرۍ خوني د شمېرو له مخي اوس يوازي په سلو کي دوه سنله درمل په افغانستان کي توليديږي او ۹۸ سلنه نور د اړتيا وړ درمل له پاکستان، ايران او ارپايي هيوادونو څخه وارديږي.

د حقجو زیاته کړه چي د ورځي نزدې ۱۰۰۰ افغانان هند او پاکستان ته د تداوۍ له پاره ځي. هغه وويل چي د ناروغيو د درملني له پاره هره ورځ نزدې دوه ميليونه ډالره دغو هيوادونو ته لېږدول کيږي.

حقجو له افغان دولت څخه وغوښتل چي د عامي روغتيا په برخه کي ډيره پانگونه وکړي.

د با کيفيته درملو تلاش

په دغه نندارتون کي چي په مختلفونو غرفو کي درمل نندارې ته وړاندي سوي دي یوه غرفه ئې د آلمان هيواد هم ده.

دغي غرفې د اکثره ننداره کوونکو پاملرنه ځان ته را اړولې ده. ځکه چي په افغانستان کي آلماني درمل ډېر شهرت لري.

د منصوري فارما شرکت رئيس آرش منصوري، د درملو په دغه نندارتون وايي چي هغه د آلمان هيواد د درملو جوړولو له یوه مشهور شرکت درمل را وردوي. د هغه په خبره د دغو درملو کيفيت هم لوړ او هم ئې بيي ډيري ارزانه دي.