1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د برید د قربانيانو شمیر۳۸ ته ورسېد

۱۳۹۵ اسفند ۱۸, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي ول چې پر سردار محمد داوود خان پوځي روغتون باندې د چهارشنبې ورځې په برید کې تر۳۰ زيات کسان وژل شوي نژدې۵۰ نور ټپیان دي. تر دې مخکې د تلفاتو شمیر ډیر کم ښوول شوی وو.

https://p.dw.com/p/2YpHz
Afghanistan Angriff auf das Militärkrankenhaus in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیرې، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «ډیری قربانیان ناروغان، ډاکټران او نرسان دي.»

هغه زیاته کړې ده چې پر دې سربیره څلور برید کوونکي هم وژل شوي دي.

وروستي راپورونه وايي چي د وژل شوو کسانو شمېر ۳۸ دی او تر ۷۰ زيات نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «عملیات اوس پای ته رسیدلي دي. ټول برید کوونکي وژل شوي. موږ اوس د رسیدلو زیانونو د ارزولو په حال کې یو.»

په سردار محمد داود خان روغتون کي د سترگو ليدلی حال

ترهگري ډلي «اسلامي دولت» (داعش) د چهار شنبې په ورځ د کابل په زړه کې پر سردار محمد داود خان روغتون باندي وسله وال برید وکړ او تر ډیر وخته پورې یې د روغتون له دننه څخه له افغان امنیتي ځواکونو سره وسله واله جګړه وکړه.

برید کوونکي د ډاکټرانو جامو په اغستلو سره توانیدلي ول چې د روغتون ودانۍ ته ننوځي، خو تر ننوتو مخکې، د هغوی په ډله کې یوه یې ځانمرګی برید کړی وو او د نورو له پاره یې لار پرانیستې وه.

ښايي د تلفاتو شمېر نور هم زيات شي، ځکه په دغه شان پیښو کې د وخت له تیریدو سره تلفات هم لوړیږي.

د روغتون اداري کارکوونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي ول چې برید کوونکي د لابراتوار د کارکوونکو جامې اغوستي او په روغتون کې دي. هغوی ویلي ول چي لومړی یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل ځان الوزولی او تر هغه وروسته بیا نور روغتون ته ننوتي دي.

د روغتون یوه نرس عبدالقادر، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «ما یو برید کوونکی ولید چې يو کلاشينکوف یې له ځان سره لاره او د ډاکترانو جامې یې اغوستي وې. هغه په دریم منزل کې پر ناروغاروغانو او ساتونکو باندي ډزې کولې.»