1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د جعل کارانو بازار تود دئ

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د (CID) ادارې چارواکي وايي چي په کابل کي ئې د انساني قاچاقبرو یوه ډله او ۲۵۰جلده جعلي پاسپورتونه نيولي دي.

https://p.dw.com/p/14278
An Afghan roadside money changer does his business Monday, Aug. 4, 2003 in Kabul, Afghanistan. The present exchange rate is 48 afghanis to the U.S. dollar compare to 46 afghanis per dollar when the currency was introduced almost a year ago. (AP Photo/Apichart Weerawong)
Afghanisches Geldانځور: AP

ددغي ادارې مشر جنرال عبدالغفار سيدزاده وايي چي په دې وروستيو کي ئې د کابل له هوايي ډګره څخه ۲۵۰جلده جعلي پاسپورټونه نيولي دي او په لسونو هغه بهرنيان ئې هم نیولي دي چي په دغو پاسپورتونو سره افغانستان ته را وستل شوي ول.

په نيول شويو کسانو کي د بنګلدېشان، نيپاليان او هندوان شامل دي. دغه کسان د افغانستان له لاري اروپاته لېږدول کېدل.

د کابل د جنايي پوليسو د مشر په وينا نيول شوي بهرنيان په ډير بد حالت کي د کابل په يوه څنډه کي ساتل کيدل.

«موږ وکولای شوای چي د انسانانو يوه ډله قاچاقبر ونيسو چي ۶۱ تنه ئې په کابل کي په يوه کورکي په ډير بد حالت کي ساتلي ول. دغه کسان په جعلي پاسپورتونو او ويزو افغانستان ته راوستل سوي ول.»

خو اوس يوازي د انسانانو قاچاق کوونکي، پوليسو او عامو خلکو ته په سرخوږۍ نه دي اوښتي، بلکي د هغوی تر څنګ د پيسو او ګاڼو جعل کاران هم په ښارونو کي ډير شوي دي.

تيره اونۍ په کابل کي دوه تنه داسي جعل کاران د خلکو له لوري ونيول شول چي د ښځو په چادريو کي ئې د بازار په منځ کي ښځي غولولې او هڅه ئې کوله چي د هغوی ګاڼې او نور قيمتي زيورات ځني غلا کړي.

د دې تر څنګ په دې وروستيو کي د کورنيو او بهرنيو اسعارو د جعل کارانو بازار هم تود دئ.

د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر جنرال سيد عبدالغفار په خبره چي يو داسي کس ئې نيولی دئ چي لس زره جعلي امريکايي ډالر ئې له د باندي څخه راوړي ول او غوښتل ئې د ښار په دننه کي ئې پري وپلوري.

د (CID) پوليسو د مشر په وينا ترلاسه شوي ډالر په ډيره ماهرانه توګه جوړشوي چي له اصلي څخه ئې توپير د معمولي خلکو کار نه دئ.

دا لومړۍ وار نه دئ چي په افغانستان کي جعلي پيسې نيول کيږي، بلکي څو وار نور هم په زرو ډالر نيول سوي. د راپورنو له مخي ډيری هغه جعلي اسناد او بهرني اسعار چي افغانستان ته وړل کيږي د ګاونډي پاکستان د کارخانو په بازار کي جوړيږي.

د کابل يو تن اوسېدونکي د نوم د نه اخيستلو په شرط دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي په پاکستان کي له افغاني پاسپورټونو نيولې بيا تر ويزو، حکومتي اسنادو او حتي جعلي انتخاباتي رای پاڼو پوري هم د جوړيدو وړ دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل