1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د جنگ او کوکنار د بندولو نوې شورا جوړه سوه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

دغه شورا چی د جهانی اتفاق نوم ورکړل سوی ، دهلمند د مارجې ولسوالۍ د یو قومي مشرحاجي ګل محمد ترمشرۍ لاندي يې په کابل کی په کار پيل کړی.

https://p.dw.com/p/11Cra
د پخوانۍ جرگې غړي په کابل کي
د پخوانۍ جرگې غړي په کابل کيانځور: AP

په سمدلاسه توګه په دغه شورا کي د 34 ولایاتو د هرولایت څخه پنځلس پنځلس قومي مشران د نورو په استازیتوب راټول سوي او په ولسي دود سره غواړي اوسنیو جنګي ناخوالو ته د پای ټکی کښيږدي.

د شورا په طرحه کي د کوکنارو د کښت د بندولو او همدارنګه په ضمانتونو سره د بندیانو د خوشي کولو خبره هم شامله ده. د جهاني اتقاق د شورا مشر وايي چي ، په توپ او توپک سره افغاني جنګي لانجه حل نه سوه. نړیوالي ټولني هم منډي ترړي وکړې خو کومي پایلي ته ونه رسېدل:

« زموږطرحه په ولسی دود او دستور سره د ولسونو پوهول او د سولي د پروسې سره د هغوی په یوځای کیدو سره د یوې ستري ولسي جبهې جوړول دي.»

د شورا مشر ډاډ ورکړ چي ولایت په ولایت او کلي په کلي به د هیواد په ګوټ ګوټ کي څه د پاسه څلورمیلیونه کسان ددې سوله يیز پروګرام څخه خبرکړي دي او دا چي ټولو ورته د همکارۍ ټټروهلی دی.

د جهاني اتفاق د شوراغړی او د ننګرهارد ولایت اوسیدونکی محمدګل شینواری وویل چی دولت د سولی د ټینګیدو او د کوکنارو د کښت په مخنیوی کي پاته راغلئ خو اوس د ولسونو وار دی، چي دې اسلامی او انساني کار ته راوړاندي سي.

د کندهار ولایت قومي مشر محمدخان چي د شورا په یوه غونډه کي يې خبري کولې خبرداری ورکړی چي کولای سي د جنګ او کوکنارو د بندولو ه لپاره خپل ولسی اثر ورسوخ په کارواچوي.

د یادوني وړ ده چي د دې شورا څخه هم افغان دولت او هم په افغانستان کی ښکیلي نړیوالي ټولني خپل ملاتړڅرګن کړی دی او د ولس پریکړوته په درناوي سره يې د دغه شورا د تګ لاري ستاینه کړې ده.

جمال کوټوال / کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی