1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د «جي۷مثبت» غړو هيوادونو غونډي پايلي

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۵ فروردین ۶, جمعه

د جي۷ مثبت غړو هيوادونو وزیرانو غونډي په وروستۍ ورځ، د دې ډلې د ټولو غړو هيوادونو ستونزي سره ورته وبلل شوې. غونډه تيره ورځ په کابل کې پای ته ورسېده.

https://p.dw.com/p/1IJlh
په کابل کي د جي۷مثبت غړو هيوادونو غونډه
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

غونډه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په کوربتوب په کابل کې جوړه شوې او د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ۲۴مه) یې پایلې له رسنیو سره شریکي شوې.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، په دغو دوو ورځنيو بحثونو کې وتوانیدو چې د گډو ستونزو په اړه لازمه همغږي رامنځته کړو.

حکیمي وايي، په بحثونو کې د جی۷ مثبت غړو هيوادونو وزیرانو او استازو په ژوره توګه د ستونزو شننه وکړه.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید عالمي بلخي، په غونډه کې وویل: « ناامني او وزگارتیا له افغانستانه د مهاجرت ستر لاملونه دي.»

د مالیې وزیر اکلیل حکیمی وویل، د سولې په برخه کې باید غښتلي گامونه واخيستل شي، ځکه افغانان نورعمل غواړي.

دغه راز، غونډي ته د سیرالیون د مالیې وزیر او د جي۷ مثبت ډلې مشر کیفلا مراح وویل، چې په دوه ورځنۍ غونډه کې پردې وتوانیدو چې د سولې په رامنځته کولو او دولت جوړولو کې ګټور بحثونه وکړو: «موږ د جنګځپلو هيوادونو یوه کوچنۍ ډله یو، موږ بدلون غواړو، موږ یو واحد جوړوو، موږ باید خپلو اهدافو ته متوجه اوسو.»

د جي۷ مثبت ډله په ۲۰۱۰میلادي کال په ختیځ تیمور کې د جنگځپلو هيوادونو د ستونزو لري کولو په موخه جوړه شوه، چې اوس یې د غړو هيوادونو شمېر۲۰ ته رسیږي.

دې ډلي تري غونډي په ختیځ تیمور، سویلي سوډان، توگو او څلورمه غونډه یې په کابل کې ترسره شوه.