1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د حيواني ناروغيو د تشخيص لس مرکزي لابراتوارونه جوړسوي

۱۳۸۸ آذر ۳, سه‌شنبه

دغه لابراتوارونه په دې سربيره چې د حيواني ناروغيو لکه څارويو او چرګانو ناروغي تشخيصوي د ا اچ ان او د مرغانو د ا اچ 5 ناورغۍ هم معلومولای سي...

https://p.dw.com/p/Ke8L
دا لومړى ځل دى چي په افغانستان کي په نوي تکنالوژۍ سره سمبال مرکزي لابراتوارونه پرانستل کيږي
دا لومړى ځل دى چي په افغانستان کي په نوي تکنالوژۍ سره سمبال مرکزي لابراتوارونه پرانستل کيږيانځور: picture-alliance/ dpa

د کرهڼي او مالدارۍ د وزارت سر پرست انجينر محمد اصف رحيمي په دې اړه خبريالانوته وويل، چي دا لومړى ځل دى په نوي تکنالوژۍ سره د غسي سمبال او مرکزي لابراتوارونه پرانيزې. د دې وروسته زموږ سوداګر د چرګانو د فارمونو او کوچيان ورونه کولاى سي په ډاډ سره د دغو لابراتوارونو له لاري خپل مالونه او چرګان ناروغي تشخيص او تداوي کړي.

محمد اصف رحيمي د اروپايي ټولني د کميسيون مرستوته په اشارې سره وويل دغه ټولنه د کرهڼي د وزارت سره پر دې برسيره، چې په روغتيايي برخه کې مرسته کوي لکه چي دا نن ئې لس سمبال مرکز ي لابراتوارونه جوړ او ګټي اخستلو ته وسپارل دغه شان په نظر کي ده چي د هيواد په نورو ولاياتو، بندورونو او هوايي ډګرونو کي هم ورته لابراتوارونه جوړ شي.

ماهران او تخصيصن راته روزي او همدارنګه د بڼ والۍ په برخه کي د باغونو د سمبالولو لپاره د ميوه جاتو ملي کميسيونونو په جلال آباد مزار شريف هرات او کندهار کې راته جوړکړي ترويجي خدمتونه ترسره کوي او داسې نور.

«دغه راز د حيواني ناروغيو د تشخيص او څيړنې د مرکزي لابراتوار ونو يو مسول حبيب الله حبيبي د المان ږغ راډيو د خبريال سره په خبروکي وويل، چي د دې نه مخکي يې هم د بکتريا وي اوپرازيټي تشخيص لابراتوارونه لرل خو په دې کچه په نوي تکنالوژۍ سمبال نه وو اوس کولای شو د عامي روغتيا وزارت سره هم همکاري وکړو او ا اچ يو ان يو او د ا اچ 5 ناروغې هم پکښې تشخيص کړو. دغه لابراتوار په سړو خونو سربيره ټولي اړونده څآنګې لري.

دغه راز د کرهڼي او مالدارۍ د وزارت سر پرست د ژمي په رارسيدو سره د بيړنيو حالاتو لپاره د چمتو والي خبرهم ورکړ او ويې ويل، چي د هيواد په کچه په هغو ولاياتو کي، چي هلته غنم ډير کرل سوي دي د بيلابيلو دهقاني کوپراتيفونو څخه د ورځي په بيه 70 زره ټنه غنم پيرلي او په ګودامونوکي يې د دې لپاره زيرمه کړي دي، چي د اړتيا په صورت کي يې په بيړني ډول اړونده سيموته واستوي.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی. زيارمل