1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د عدالت غوښتني په اړه ستر احتجاج

حسین سيرت/ سید رياض۱۳۹۴ فروردین ۴, سه‌شنبه

په کابل کې د سه شنبې په ورځ په زرونو ښځي او نارينه د ستري محکمې مخ ته په لاريون کې د عدالت غوښتنه وکړه. لاریون کوونکو په یوه غږ «جهالت» وغانده او د فرخندې د قتل د عاملانو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

https://p.dw.com/p/1EwCx
انځور: DW/H. Sirat

په دغه لاريون کې ډیرو گډون کوونکو ښځو ژړل او نارې یې وهلي چې «د فرخندې قتل، د انسانیت» قتل دی. هغوی ویل غواړي نړيوالو ته وښيي چې «د افغانستان ټول خلک وحشي» نه دي.

په سخت باران کې احتجاج کوونکو د «دولته راویښ شه، جهالت د انسانیت دښمن دی او قاتلان باید مجازات شي» شعارونه له ځانه سره لیږدول.

په دغه احتجاج کې د پارلمان یو شمیر استازو، پخوانيو حکومتي چارواکو، د بشري حقوقو فعالانو او د مدني ټولنو استازو گډون کړی وو. یو شمیر ښځو د اعتراض په توگه خپل ځانونه سره کړي ول، څو د فرخندې له کورنۍ سره يې خواخوږي ښوولې وي.

د دغه احتجاج په پریکړه لیک کې چې د ډاکټر عالمي له خوا ولوستل شو راغلي دي: «ټول هغه کسان چې په جرم کې شریک دي، پر یوه وخت باید یو یو علني محاکمه شي.» په دغه پریکړه لیک کې راغلي دي چې تعویذ لیکونکی ملا چې د فرخندې د قتل اصلي محرک دی باید محاکمه شي.

لاریون کوونکو همداشان د کابل د امنیې قوماندان د گوښه کیدو غوښتنه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د پولیسو هغه مامورین چې د پیښې پر وخت یې په دغه ځای کې حضور لاره باید مجازات شي.

په پریکړه لیک کې له حکومته غوښتل شوي دي چې عاجل یو فرمان صادر کړي او د «تغويذ نویسۍ، جادوگرۍ او فال بینۍ ټول دوکانونه» وتړي. په دغه پریکړه لیک کې پر دې خبره ټینگار شوی دی چې ټول «ولس غولونکي خرافاتیان» باید د خپلو اعمالو جزا وویني. په عین وخت کې د کابل د علماوو شورا د سه شنبې په ورځ په مطبوعاتي کنفرانس کې له حکومته وغوښتل چې د جادوگرانو د فعالیت مخه ونیسي.

یو شمیر پیژندل شوو څیرو چې د فرخندې د قتل په لومړۍ ورځ یې د دغه عمل ملاتړ کړی وو، په رسمي توگه بخښنه غوښتې ده. د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معیني سمین غزل حسنزاده او د مشرانو جرگې سناتور زلمي زابلي ویلي دي چې د پیښې د اصلي معلوماتو په هکله د بې خبرۍ له کبله یې د دغه قتل ملاتړ کړی وو خو اوس چې له واقعیت څخه خبر شوي دي، بخښنه غواړي.

زلمي زابلي د مشرانو جرگې د سه شنبې ورځې په غونډه کې وویل: «مخکې مې هم ویلي دي او اوس یې هم وایم چې زر واري د خپلو څرگندونو په هکله معذرت غواړم. د فرخندې له کورنۍ څخه بخښنه غواړم.»

«د جنایت په واسطه پټ شوی جنایت»

احتجاج کوونکو وویل چې تر پیښي وروسته د دې پر ځای چې پولیس د فرخندې د قتل عاملان ونیسي، د فرخندې کور ته ولاړل او د هغې مور او پلار یې دې ته واداره کړل چې رسنیو ته ووایي چې «فرخندې رواني تکلیف» لاره. په پریکړه لیک کې راغلي دي چې د کابل پولیسو په دې عمل سره یو جنایت په بل جنایت سره پټ کړی دی.

د پارلمان یوې استازي نیلوفر ابراهیمي چې په دغه احتجاج کې یې گډون کړی وو وویل چې د فرخندې قتل په افغانستان کې دیموکراسي تر پوښتني لاندي کړې ده او دا د دې سبب شوې ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام په هکله له سره غور وکړي:

«موږ به تل د دیموکراسۍ فریاد کاوه. خو دیارلس کاله وروسته مو ترې منفي نتیجه واخیسته. آن له هغو کسانو سره چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې زموږ سره مرسته کوله دا پوښتنه پیدا شوې ده چې آیا دا د دیموکراسۍ او زموږ د دیارلسو کلونو د مرستې ځواب دی.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسئولانو چې په دغه احتجاج کې یې گډون کړی وو د دغې پیښي د عاملانو د مجازاتو غوښتنه وکړه. رفیع الله بیدار وویل چې د فرخندې قتل نړۍ ته د افغانستان تور انځور وړاندې کړ: «دا د افغانستان د ټولني او د اسلام پر تندي باندي تور داغ دی چې د اسلام په نوم تر سره شوی دی. اسلام د برابرۍ او ورورولۍ دین دی او دغسې یو جنایت په اسلام کې ځای نه لري.»

صحرایي محاکمې باید ختمي شي

مظاهره کوونکو وویل چې د افغانستان خلک په ځانگړې توگه ښځې د اسلام د دین په نامه د صحرایي محاکمو قربانیان دي. هغوی پر دې ټینگار وکړ چې دغه محاکمې باید ختمي شي، څو هیڅوک و نه شي کولای په غیر قانوني ډول خلک په قتل ورسوي.

دا لومړی وار نه دی چې يوه ښځه په علني ډول د صحرايي محاکمې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. طالبانو په تیرو دیارلسو کلونو کې څو واري صحرایي محاکمې کړي دي.

په عین وخت کې د لويي څارنوالۍ سرپرست د سه شنبې په ورځ د فرخندې د قتل په تړاو مشرانو جرگې ته وربلل شوی وو. د لویې څارنوالۍ سرپرست وویل چې دغه قضیه په جدیت سره ارزول کیږي او په وینا یې د هغې عاملان به د خپلو اعمالو جزا وویني.