1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د محصلينو اعتراضونه روان دي

۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبه

د کابل د ښووني او روزني پوهنتون محصلينو اعتراضي غونډي د خپل ډول تر ټولو نازک پړاو ته ننوتي دي. نن د دغه اعتراض په پلوي د کابل پوهنتون، طبي پوهنتون او پل تخنیک په سوو تنه محصلين هم راوتي ول.

https://p.dw.com/p/16LoW
انځور: DW

دغه محصلينو له دوو اونیو راهیسي د هغه څه پر ضد د اعتراض غږ پورته کړی دئ، چې وايي د دوی د پوهنتون نوم دي نه بدلیږي.

څو اوونۍ دمخه افغان ولسمشر حامد کرزي د يوه ځانګړي فرمان په ترځ کي د کابل د ښووني او روزني پوهنتون نوم د شهید برهان الدین رباني په نامه و نوماوه.

د ولسمشر دغه فرمان د دغه پوهنتون محصلین او ښوونکي پارولي دي او د دغه پریکړي پر ضد د دوو اونیو راهیسي د زده کړو سلسله پرې کړې ده او احتجاجي غونډو ته ئې دوام ورکړی دئ.

نن د یکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۷) يوار بيا د دغه پوهنتون يو شمېر محصلینو په یوه اعتراضي غونډه کي د پوهنتون دروازه وتړله او د ولسمشر د وروستي فرمان د بیرته اخیستو تر څنګ ئې ګواښ وکړ، چي که ئې غوښته و نه منل شي دوی به دا وار لاریونونه پيل کړي.

د کابل پوهنتون د محصلينو استازی عبدالله دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل،چي اوس به دغه اعتراضي غونډي په لاریونونو بدلي شي:

«د محصلینو په استازيتوب، زه د ښووني او روزني پوهنتون زده کړیالانو ته ډاډ ورکوم چي سر له ننه تاسو یوازي نه یاست، مرکزي پوهنتون، پل تخنیک او د طبي پوهنتون محصلين هم له تاسو سره دي او تاسو زموږ په قوي ملاتړ ډاډه اوسئ.»

Afghanistan Parlament Protest Studenten Name Universität
انځور: DW

په دغو محصلينو کي چي یو شمېر نجوني هم ورسره دي، وايي چي، که د رواني اوونۍ تر پایه د دوی غوښتنه و نه منل شي د پوهنتون لوحه به را وغورځوي.

د ولسي جرګې یو شیمر غړي د کابل د ښووني او روزني پوهنتون د محصلينو دغه غوښتنه مشروع بولي، او وايي چي دا د تحصیلي ادارو د نه سیاسي کولو په برخه کې یو مهم ګام دئ.

د ولسي جرګې غړي خالد پښتون دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل، چي حکومت باید د محصلينو مشروع پوښتنو ته ځواب ووایي:

«هغوی البته موخه مي د ارګ ماڼۍ ده، خپله بې ګناهي ئې ثابته کړه چي هغه څه چي بايد ضرور وای هغه بايد موږ کړي وای، هغه چي زموږ توقع وه زموږ غوښتنه وه هغه دوی ونه کړه.»

دا په داسي حال کې ده چې تیره اوونۍ جمهور رئیس حامد کرزی د ښووني او روزني پوهنتون له محصلينو سره د دغي مسئلې په اړه غونډه وکړه، او وئې ويل، دا ورته ګرانه ده چې خپله شوې پریکړه بیرته واخلي.

د دغه پوهنتون محصلينو د سولي د عالي شورا د رئیس صلاح الدین رباني سره هم کتلي دي او له هغه څخه ئې هم د ښووني او وروزني پوهنتون د نوي نوم چې د ده د پلار په نامه نومول شوی دئ د ليري کولو غوښتنه کړي ده خو هغه هم رد کړې ده.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل