1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د هوا د ککړتيا د معلومولو آله نصب سوه

۱۳۹۰ دی ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې چارواکي وايي چي دا لومړی ځل دئ چي افغانستان له دغه راز يوې آلې څخه برخمن کيږي. ددې ادارې مشر مصطفي ظاهر د سه شنبې په ورځ وويل چي دا ماشين ئې په ۱۴ ميليونه افغانۍ رانيولی دئ.

https://p.dw.com/p/13kyP
«ددې آلې په واسطه به په هوا کي د خطرناکو گازونو اندازه په دقيقه توګه معلومه شي»
«ددې آلې په واسطه به په هوا کي د خطرناکو گازونو اندازه په دقيقه توګه معلومه شي»انځور: AP

د ښاغلي ظاهر په وينا دغه آله په دقيقه توګه د کابل هوا د ککړتيا کچه معلومولای سي:«دا آله دومره دقيقه ده چي د هوا د ککړتيا په اړه چي کومي تګلاري موږ درلودې ددي په واسطه ئې له سره مطالعه کولای سو.»

دی وايي دا ماشين مو آزمايلی دئ او کيدای شي په اسانۍ سره د هيواد و نورو سيمو ته هم وليږدول شي.

دغه راز د چاپيريال ساتني ملي ادارې مرستيال انجينرعبدالولي مدقق وويل: «په پام کي ده چي د کابل ښار له پاره ۶ نور ماشينونه هم رانيسي چي ددغه ښار هوا په علمي توګه وڅېړل شي.»

دی وايي ددې آلې په واسطه به په هوا کي د خطرناکو گازونو اندازه په دقيقه توګه معلومه شي.

د چاپيريال ساتني اداره په داسي حال کي د هوا د ککړتيا د معلومولو آلې د نصب خبر ورکوي چي د عامي روغتيا وزارت څو ځله په هيواد کي د هوا د ککړتيا له امله انديښنه ښوولي ده او ويلي ئې دي، چي د هوا د ککړتيا له امله تنفسي او سرطاني ناروغۍ څو برابره زياتي شوي دي.

هوا پيژندوونکي په افغانستان کي د هوا د ککړتيا تر ټولو ستر لامل د ځنګلونو چپه کول بولي چي په دې وروستيو کي د هيواد ډير ځنګلونه له منځه تللي دي.

دوی انديښنه ښيي چي که چيري په افغانستان کي د ځنګلونو چپه کولو لړۍ پای ته ونه رسول شي نو دغه هيواد به په يو صحرايي هيواد بدل شي.

د کابل پوهنتون د طبيعي سرچينو د څانګي مشر پوهاند غلام نقشبند ناصري په دي اړه دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي د چاپيريال ساتني اداره بايد د هوا د ککړتيا معلومولو ماشين د نصبولو ترڅنګ د هوا ککړتيا پر مخنيوي هم غور وکړي.

«زما وړانديز دادئ چي خلک بايد ځنګلونه و نه وهي او که چپه کوي ئې نو په فني ډول دي ووهل سي، په دښتونو کي بايد څړ ځايونه په زراعتي ځمکو بدل نه شي.»

ده زياته کړه د شنو سيمو زياتول، د تيلو او سړکونو کيفيت لوړول، له ښار څخه د زړو موټرونو ايستل، له سړکونو څخه د کانکريټي ديوالونو لري کول، پلاسټيک نه سوځول او له هغو شيانو ډډه کول چي دود کوي نوري هغه لاري چاري دي چي په وينا ئې د هوا د ککړتيا مخنيوی کولای شي.

ددې ادارې د احصائيي له مخي په کال کي دوه ميليونه وګړي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د چاپيريال د ککړټيا له امله د رامنځته شوو ناروغيو په سبب خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل