په کابل کي د پاچاخان د عدم تشدد پر موضوع نړۍ وال سیمنار پېل سو
۱۳۸۹ آبان ۱۵, شنبهدغه سيمينار چي درې ورځي به روان وي، په يكشنبه به د كابل په انتركانتي ننټل هوټل كى اوبل سباته به په جلال ابادكى دارواښاد خان عبدالغفارخان پر قبر د ګلو د ګيډيو په ايښودلو د دعاپه مراسمو سره پاى ته ورسيږي.
په دى سيمينار كي پر افغاني پوهانو او فرهنګي شخصيتونو سربيره د پاكستان، هندوستان، تاجكستان روسيې اوكاناډا پوهانو هم ګډون كړی دی او د خان عبدالغفارخان د سياسي او ټولنيز شخصيت او د عدم تشدد د سوله ايزي تګ لاري په اړه يې څيړنيزي اوعلمي مقالې برابري كړي دي.
ولسمشرحامدكرزى په پرانستونكې وينا كى پاچاخان يو ستر مبارز او سوله پال شخصيت وباله « خان عبدالغفار خان د همدې انساني او اخلاقي تګ لاري د چلولو او د زور زياتي په وړاندي مبارزه ددې سبب سوه چي د وخت د حكامو لخوا اوه ويشت كاله په زندان كي تيري كړي.
د پښتونخوا د ملي عوامي پارټى مشر او سناتور افراسياب خټك چى په سيميناركى مقاله واوروله د المان ږغ راډيوته وويل چى خان عبدالغفارخان د سيمي يو نامتو او مبارز شخصيت وو ده تل خلك ښووني اوروزني او د خداى د مخلوق سره په ښه چلند ټينګار كاوه او د خدايي خدمتګارو د تحريك له لاره يې د خلكو په تيره بيا د بې وزلوخدمت ته اوږه وركړې وه.
د هند د جمهوري رياست پخوانى سكرتر او د ال انډيا راډيو وياند بتراسنګ چي دې نړيوال سيمينار ته رابلل سوى وو المان ږغ ته وويل خان عبدالغفارخان يوازي د پښتنو مشرنه وو، بلكي په هند کي يې يو ميليون پيروان درلودل.
دغه نړيوال درې ورځنی سيمينار چى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوايي بندوبست سوى دی د خان عبدالغفارخان د عدم تشدد د كارنامو بيانونكى پنځه كتابونه نوي چاپ كړي دي اوپه دې مناسبت يي يونندارتون هم پرانيستی دی.
جمال کوټوال / کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی