1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د څښاک اوبو ستونزه

۱۳۹۱ آبان ۷, یکشنبه

د کابل اوسېدونکو سږکال د څښاک اوبو د کموالي له کبله ډير سخت دوبی تير کړ. په دغه ښار کي اکثره هغه څاګان چي له۲۰ تر ۳۰ مترو پوري ژور ول وچ سوي دي.

https://p.dw.com/p/16YRy
انځور: DW

په اوس وخت کي د دغه ښار ډير لږ اوسېدونکي د اوبو رسولو شبکې له اسانتياوو څخه برخه من دي. مځکه پيژندونکو خبر داری ورکړی دﺉ، چي که دغه ډول، پر خپل سر د مځکي له اوبو څخه استفاده وسي په راتلونکو پنځو کلونو کي به دغه ښار د اوبو له سخت کمي سره مخامخ سي.

د دغه ښار يو اوسېدونکي حميد له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي په کور کي ﺉې څا وچ سوی دﺉ او اوس باید د څښاک اوبو د راوړلو له پاره ډير واټن ووهي:«موږ له مسجد او سړک له غاړي بمبو څخه ځان ته اوبه راوړو. پروسږ کال مو په کورکي څا اوبه درلودې خو سږ کال وچ دﺉ.»

مځکه پيژندونکي پر دې باندي ټينګار کوي، چي تر مځکي لاندي اوبو زيرمي بايد د ستراتيژيکو زيرمو په شان وساتل سي او حکومت بايد د کابل ښار اوسېدونکو ته د مځکي پر سر اوبو د استفادې زمينه برابره کړي. خو تر اوسه پوري دې مسﺉلې ته ډيره لږ توجه سوې ده.

کابل ښار په تير دوبي کي د ژورو څاګانو پر سر د سياليو شاهد وو. د دغه ښار اوسېدونکو له هغه وروسته چي اوبه لږ سوې، له ۶۰ څخه تر ۸۰ ميتره پوري د ژورو څاګانو کيندل پيل کړل.

دغه ستونزي په ژمي کي نوري هم ډيريږي
دغه ستونزي په ژمي کي نوري هم ډيريږيانځور: DW

د دغو څاګانو کېنل د دې سبب سول چي په ګاونډيو کي نزدې څاګانو اوبه لږ سي او هغوی هم دې ته مجور سول چي تر هغه نور هم ژور څا وکيني.

د حميد په خبره ژور څاګان د نورو عادي څاګانو د وچېدو سبب سول: «اوس خلک له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ميتره پوري ژور څاګان کيني. ځکه نو خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. په هغه سیمه کي چي موږ اوسيږو اکثره خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.»

د دغه ښار يو بل اوسيدونکی چي ځان سکندر را پيژني وايي، چي وچکالۍ هم د دې سبب سوې چي د عادي څاګانو چي له ۲۰ څخه تر ۳۰ مترو پوري دي اوبه وچي سي او خلک د اوبو د ترلاسه کولو له پاره ژور څاګان وکيني:

«دغه وچکالۍ په مځکه کي د اوبو د سطحي د کښته کېدو سبب سوي دي، او خلک د ژورو څاګانو کيندلو ته مجوره دي.»

په کابل ښار کي د اوبو د کښمت د له منځه وړلو له پاره افغان حکومت تصميم نيولی دﺉ، چي د پنجشېر له روده څخه چي د دغه ښار په شمال ختيځ کي واقع دﺉ د کابل ښار ته د څښاک اوبه ورسوي.

افغان چارواکو ويلي دي، چي دغه پروژه به په راتلونکو اتو کالو کي بشپړه سي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل