1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي زراعتي نندارتون جوړ سو

حسین سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ آبان ۹, پنجشنبه

د افغانستان د کرهڼي وزارت د یو شمیر بهرنیو او کورنیو سازمانونو په مرسته په کابل کې یو درې ورځنی نندارتون پرانيستی دی. د دغه نندارتون هدف افغان او بهرنیو پانګوالو ته د زراعتي محصولاتو پیژندل دي.

https://p.dw.com/p/1A9hC
انځور: DW/ H. Sirat

ميوې، لبنیات، اصلاح شوي تخمونه او زراعتي وسایل تر۲۰۰ ډیرو غرفو کې ځای پر ځای شوي دي. د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو اوسیدونکي کابل ته راغلي دي ترڅو د دې نندارتون لیدنه وکړي او خپل تجربې له نورو سره شریکې کړي.

د دغه نندارتون یو تن چارواکی شیرشاه وايي چې لس غرفې بهرنیو سوداګرو ته ځانګړې شوې دي او په نندارتون کې یو شمیر ښځو هم خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې دي. د هغه په خبره سږ کال په دې نندارتون کې د خلکو ګډون د پخوا په پرتله ډیر دی: «لیدونکي د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریږي. موږ تمه لرو په درو ورځو کې له دې نندارتون څخه ۷۰ کسان لیدنه وکړي.»

دا اووم زراعتي نندارتون دی چې هغه کسان چې پکې غرفې لري، د موسیقي، لنډو فلمونو او نورو شیوو په مرسته د لیدونکو پام خپلو محصولاتو ته اړوي.

د بدخشان مڼې

په دې نندارتون کې یو شمیر باغدارانو د افغانستان له بیلابیلو سیمو څخه مڼې، ناک او داسې نورې مېوې نندارې ته وړاندې کړې دي. هغوی وایي چې دغه نندارتون یې د محصولاتو د پیژندلو له پاره تر ټولو ښه فرصت دی.

میرجان چې د بدخشان ولایت له بهارک ولسوالۍ څخه یې په دې نندارتون کې ګډون کړی دی وايي چې د یوه مرستندویه بنیاد په مرسته یې مېوې ډیر ښه کیفیت لري: «دغه مڼې ډیر علاقمندان لري او په کې هیڅ ډول کیمیاوي کود نه دي کارول شوي. دغه مڼې د ښه مدیریت، ښې اوبه ورکونې له کبله ښه کیفیت لري.»

د بدخشان بزګرو په دې نندارتون کې کچالو، شلغم او پیاز هم نندارې ته وړاندې کړې دي.

د ننګرهار سبزي

په دې نندارتون کې د ننګرهار ولایت غرفې د نورو په پرتله ډیرې دي. په نندارتون کې له ننګرهار ولایت څخه ډول ډول مېوې، سبزي او زینتي ونې نندارې ته وړاندې شوې دي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکي ذکي، په دې نندارتون کې د لیمو، بادرنګ، کرم او ګلپي تخمونه نندارې ته وړاندې کړې دي. هغه وایي چې د خپلو مشتریانو له پاره د شنو خونو جوړولو شیوې زده کوي ترڅو هغوی وشي کولای په ټول کال کې سبزیجات وکړي او هغه بازار ته عرضه کړي.

ذکي وايي چې په وروستیو وختونو کې د سبزیجاتو بازار تود شوی دی: «د تیر کال په پرتله مو سږ کال کاروبار ښه روان دی. سږ کال د تیر کال په پرتله ډیر ځلې زموږ تولیدات ښه شوي دي او که دغه ډول نندارتونونه جوړ شي نو زموږ له پاره به ډیر ښه وي.»