1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي مامورينو ته ستر ښارگوټی جوړيږي

خليل الرحمن اميد۱۳۹۳ آبان ۱, پنجشنبه

د رحمان بابا په دغه ښارګوټي کې به پر دولتي مامورینو سربیره هغو کسانو ته هم په قیست کورونه ورکړل شي چې په دریو کالو کې یې د پیسو د ورکولو توان ولري.

https://p.dw.com/p/1DaAU
انځور: DW/M. Ibrahim

په کابل کې د رحمان بابا ښارګوټی د ملي یوالي په حکومت کې لومړۍ لویه پروژه ده چې کېدای شي د خلکو د کورونو ستونزي پرې هواري شي.

دغه پروژه د کابل د اتمي حوزې په کارته نو سیمه کې د چهارشنبې په ورځ رسماً پيل شوه چې نژدې شلو زرو کسانو به پکښې د کار زمينه برارده سي.

د ښار جوړوني سرپرست وزیر حسن عبداللهی وايي چي په دغه ښارگوټي کي به ۱۴۰۰ کوره جوړ شي: «په دې ښارګوټي سل میلیونه ډالر پانګونه کیږي چې د خصوصی سکټور او مستحقینو له خوا به ورکول کیږي. دلته به پر نورو سربيره نژدې شلو زرو کسانو ته په مستقيمه او غير مستقيمه توگه د کار زمينه برابره شي.»

د هغه په خبره دغه ښارگوتی به په ۱۱۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي چې د یو شمیر مامورینو تر څنګ به د منځني اقتصاد لرونکي هم پکې کورونه تر لاسه کړي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي په خپله کمپایني دوره کې هم د افغانستان ټولو وگړو ته د کور ورکوني خبره کوله چې د ښار جوړوني سرپرست وزیر هم هغه تکرار کړه او ویې ویل چې د هیواد ټولو قشرونو ته د کور ورکوني پلان شته.

هغه وويل په دې ښارګوټو کې به ټولو هغو کسانو ته د کورونو زمینه برابره شي چې ناتوانه دي: «له ښار جوړوني وزارت څخه منندوی یو چې په لنډ وخت کې یې په کابل او نورو ښارونو کي لويي پروژې پیل کړې. چې د ځینو چارې پای ته رسېدلې او هغو کسانو ته به په کښته بیه پکې د کور زمینه برابره شي چې امکانات نه لري.»

د دغي پروژې په پيل سري په کابل کي يو شمېر پوښتل سوي خلک ډېره خوښيي څرگنده وي او وايي چي اوس ئې په ژوندانه کي د بدلون راتللو هيلي پيدا شوي دي.

د دغه ښارگوټي سيمي ته نژدې يو کس چي خپل نوم محمد عظيم ښوولی دی دويچه ويله ته ویلي دي: «د نوي حکومت اوسني دریځ تر ډېره خلک خوشاله کړي دي. له نوي حکومت څخه زموږ هیلې ډېري دي خو باید په اساسي توګه یې راته ځواب ووايي.»

کابل ښار تر ډېره په پخوانۍ نقشه جوړ شوی دی او څو ورځي وړاندي ولسمشر اشرف غني‌احمدزي پر ښاروالۍ او ښارجوړوني وزارت هم نیوکه وکړه چې په ښارونو کې کورونه په معیاريه توګه نه دي جوړ شوي‌ او د یوې عادي زلزلې مقاومت هم نه لري.

خو د ښار جوړوني سرپرست وزیر وايي چې د دوی له خوا ټولي پلي شوي پروژې په معیاري توګه سرته رسېدلې او د ولسمشر خبره شخصي ودانیو ته منسوبوي.

افغان ولسمشر اشرف غني احمد زي ويلي دي چې تر هيواد دباندي راستنېدونکو او په کور دننه کي ټولو کډوالو او بې ځايه شوو ته به د کورونو د ورکړي زمينه برابره کړي.