1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي نوي لوبغالي جوړیږي

۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبه

د افغانستان د المپیک کمېټې چارواکو ویلي دي چې ځیني داسي پروژې تر لاس لاندي لري چې په بشپړیدو سره به ئې ګڼ شمیر افغان لوبغاړو ته د لوبو زمینه برابره شي.

https://p.dw.com/p/14Ozf
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د المپیک کمېټې ویلي دي چې د ښځينه لوبغاړو له پاره د یوه لوبغالي د جوړیدو کار ئې ۸۰ سلنه پر مخ تللی دئ. د دې تر څنگ د المپیک ملي کمیټه پلان لري چې د تینس او هندبال له پاره لوبغالي او د سنوکر او بوکس فدراسونونو له پاره الحاقیه ودانۍ جوړي کړي.

د ملي المپیک کمېتې د نشراتو رئیس عارف پیمان، وایي چې په دې وروستیو کې د کابل په ښار کي ددې کمېټې د ډیرو فدراسونونو له پاره لوبغالي جوړ شوي دي.

که څه هم په کابل کې لوبغالی د المپیک کمېټې له خوا د برابر شوو امکاناتو په اړه خوښي څرگنده وي خو په یو شمیر ولايتونو کي لوبغاړي له نه امکاناتو څخه سر ټکوي. د لوگر ولایت یو اوسيدونکی وایي چي د دوی په ولایت کي د بېلابېلو لوبو له پاره هيڅ امکانات نه لري.

المپیک کمیټه د دغو لوبغاړو نیوکي مني او وایي چي دوی د بودیجې د کموالي له کبله نه شي کولای چې اوس په ټولو ولایتونو کي لوبغالي جوړ کړي. ښاغلی پیمان وایي:

«په افغانستان کي د ورزش ودي ته په کتو سره د لوبغاړو اړتیاوي هم ډیري شوي دي. خو موږ د گاونډیو هیوادونو په پرتله ډیره لږ بودجه په اختیار کې لرو.»

د افغانستان د المپیک کمېټې بنسټ په ۱۹۳۶ میلادي کال کې کښېښودل شو چې په لومړيو وختونو کې ئې یوازي پنځه فدراسیونونه درلودل خو اوس مهال دغه شمیر څلور څلویښتو ته رسیدلی دئ.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د المپیک ملي کمیټې ډیر فدراسونونه غیر فعال ول او په نورو هیوادونو کي ئې استازي نه درلودل.

فرهاد محمدي
کتونکی: مسعود جهش