1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي نړيوال بڼ جوړيږي

۱۳۸۹ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي چي اوس د نړۍ په کچه تر ټولو ککړه پلازمېنه بلل کيږي نړيوال بڼ ( ورډ ګارډين) په نامه بڼ جوړيږي.

https://p.dw.com/p/R75a
يو تن افغان په جرمني کښي په نړيوال بڼ کښي ناست او په خپل هيواد کښي هم دداسي بڼ د جوړيدو هيله لري
يو تن افغان په جرمني کښي په نړيوال بڼ کښي ناست او په خپل هيواد کښي هم دداسي بڼ د جوړيدو هيله لري

ددغه نوښت مشري د کابل ښاروالي کوي. ټاکل سوې چي دغه بڼ د کابل ښار لويديځ لوري ته د پغمان په سيمه کي جوړ سي.

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چي د دغه بڼ په جوړيدو سره به له يوه لوري د کابل د چاپريال له ککړتيا مخ نيوي وسي او له بل لوري به افغانستان يو داسي بڼ ولري چي د نړۍ په کچه ترينه يادونه وسي او هر کال په زرهاوو سيلانيان ترينه ليدنه کوي.

کابل ښاروال انجينير محمد يونس نو انديش چي تازه په دغه دنده ګمارل سوي وايي چي حکومت په پام کي لري په افغانستان کي د ميشتو ټولو سفارت خانو له چارواکو سره په دي باب خبري وکړي تر څو هر هيواد په خپله خوښه د دغه بڼ په جوړلو کي د کابل له حکومت سره مرسته وکړي.

« د دغه بڼ د جوړلو لپاره په لومړي سر کي د ترکيي هيواد لپاره اولس نيم جريبه ځمکه په واک کي ورکړل سوې تر څو د دوو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت دغلته وني او نور زيني بوټي او چمنونه وکري، ورپسي به د نورو سفارت خانو دروازي وټکوو».

په کابل کي د نړۍ د بڼ په نامه د يوه زرغونه او نمونه يي باغ د جوړلو لپاره په داسي حال کي هڅي پيل سوي چي ټاکل سوي روان کال يوازي د امريکا دولت په مالي مرسته په افغانستان کي نيم مليونه نيالګي کيښودل سي.

په کابل کي د امريکا سفير کارل ايکن بيري وايي چي د امريکا د خلکو مرستي به د کابل له ښاريانو سره دوام ومومي او د نړۍ د بڼ په نامه په کابل کي د جوړيدونکي بڼ يوه برخه به هم د دوي له لوري ورغول سي.

دا چي نوي هجري لمريز کال ته د ګوتو په شمير ورځي پاته دي نو له همدې امله په ټول افغانستان کي د نيالګيو د کښينولو پروسه پيل سوې ده.

د کرهني وزارت چارواکي وايي چي په مليونونو نوي ميوه لرونکي او زينتي نيالګي به د افغانستان په بيلا بيلو برخو کي کښينول سي.

د يادولو وړ ده چي تير کال هم د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کي په سلهاوو زره نيالګي کرل سوي ول.

خو د متواترو وچکاليو او د سمي پالني د نه شتون له کبله يي ډير شمير يا وچ شول او يا هم د ښاريانو له لوري مات او له مينځه يوړل سول.

خو دا چي نوي نيالګي به سږ کال له اقليمي خطراتو محفوظ ساتل کيږي که څنګه دا به د کال په ورستيو کي څرګنده سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل