«په کابل کي يو آلمانی تښتول سوی»
۱۳۹۴ مرداد ۲۶, دوشنبهاعلان
د ناتائيد سوو راپور له مخي بايد د آلمان د نړيوالو همکاريو موسسې (GIZ) يوه آلمانۍ کار کوونکې د کابل په قلعه فتح الله سيمه کي تښتول سوې وي.
په دې اړه په کابل کې د دویچه ویله له خبریال خلیل الرحمان امید څخه تازه معلومات واورئ.
د کابل په دغه سيمه کي د GIZ عمومي دفتر دئ. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت او پخپله دغي موسسې د تښتولو پېښي په اړه له څه ويلو څخه ډډه کړې ده.
افغان امنيتي چارواکو هم تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي. د عينی شاهدانو په حواله دغه ښځه د دوشنبې په ورځ سهار وختي د وسله والو له خوا تښتول سوې ده.
د روان کال په جون مياشت کي په کابل کي يوه هالندۍ مرستندويه وتښتول سوه او تر اوسه پوري ئې په اړه هيڅ احوال نه سته.
څه موده مخکي د کندوز او مزارشريف لاري په اوږدو کي يو آلمانی مرستندوی وتښول سو، چي وروسته بيا آزاد سو.