1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي يو سويډنی خبريال ووژل سو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

د کابل په وزير اکبرخان مېنه کي يو سويډنی- بريتانيايي خبريال په سپينه ورځ په مرمۍ ويشتل سوی او روغتون ته تر رسېدو وروسته يې سا ورکړې ده. پيښه په کابل کي د سويډن سفارت تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/1BNJK
انځور: Mattias Ahlm/Sveriges Radio

د کابل د پوليسو وياند حشمت الله ستانکزي رسنيو ته ويلي دي چي دغه خبريال هغه مهال تر بريد لاندي راغلی دی چي له خپل يوه ژباړونکي او موټر چلونکي سره د يوه لبناني رستورانت مخ ته ولاړ وو.

د دغه رستورانت يوه ساتونکي زبير، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه بهرني وگړي ته دوه تنه چي عربي کالي يې اغوستي ول ور نژدې سول او فير يې ور باندي وکړ. د ساتونکي په خبره يوازي يو فير وسو.

په کابل کي د سويډن سفارت د خپل دغه وگړي مرگ تائيد کړی دی. د سويډن سفير پيتر سيمنبي، ويلي دي چي وژل سوی کس د سويډين د ملي راډيو خبريال وو: «له بده مرغه موږ داسي خبر ترلاسه کړی دی چي د سويډن د ملي راډيو خبريال نيلس هورنر، نن په کابل کي وژل سوی دی.»

هغه زياته کړې ده: «موږ پوهيږو چي هغه پر سويډني تابعيت سر بيره د بريتانيا تابعيت هم لاره. د هغه کورنۍ ته احوال ورکړل سوی دی.» په کابل کي د يوه بېړني روغتون ډاکټر ويلي دي چي دغه کس روغتون ته تر رسېدو دمخه سا ورکړې وه.

وسله وال طالبان چي په افغانستان کي د بهرنيانو د شتون او افغان حکومت پر ضد جنگيږي په دغه پيښه کي يې له لاس لرو څخه انکار کړی دی.

د دغي ډلي یوه وياند ذبيح الله مجاهد په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي چي د دوی يوه جنگالي هم د دغه کس په وژلو کي لاس نه لاره. «موږ د دغي پېښي مسئوليت پرغاړه نه اخلو.»

په کابل کي د جنايي رئيس سيد گل آقا هاشمي ويلي دي چي د دغه خبريال د وژلو په تور يې دوه تنه شکمن کسان نيولي دي. تر دې دمخه هم په مېلمستونو او رستورانتونو کي بهرني وگړي تر بريد لاندي راغلي ول خو دغه شان چي په سپينه ورځ دي په کابل کي پر سړک باندي يو کس په مرميو وويشتل سي تر اوسه نه وه پيښه سوې.