1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي پر روغتون د بريد د قربانيان شمېر نورهم لوړ سوی

۱۳۹۵ اسفند ۱۹, پنجشنبه

د افغانستان د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي پر سردار محمد داود خان روغتون باندي د بريد د قربانيانو شمېر نور هم لوړ سوی دئ. پر دې سربيره د وژل سوو بريد کوونکو شمېر هم زيات سوی.

https://p.dw.com/p/2YrtB
Afghanistan Polizeieinsatz nach Explosionen in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د روغتيا وزارت وياند قمرالدين صديقي، د پنجشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي چي پر سردار محمد داود خان روغتون باندي د بريد د قربانيانو شمېر ۴۹ کسانو ته لوړ سوی او نژدې ۷۶ کسان نور ټپيان دي. ويل سوي دي چي د ۱۰ټپيانو وضعيت ډېر خراب دئ.

د کابل په وزير اکبرخان مېنه کي پر سردار محمد داود خان روغتون باندي د ترهگري ډلي داعش په بريد کي د افغانستان دفاع وزارت د ۳۰ کسانو د وژل کېدو او نژدې ۶۶ کسانو د ټپيانېدو خبر ورکړی وو.

په سردار محمد داود خان روغتون کي د سترگو ليدلی حال

پر دې سربيره د وژل سوو بريد کوونکو شمېر هم زيات سوی دئ. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تيره ورځ د څلورو يرغل کوونکو د وژل کېدو خبر ورکړ. خو تيره شپه ترهگري ډلي «اسلامي دولت» (داعش) د پنځو کسانو نومونه او عکسونه خپاره کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ سهار څو وسله والو کسانو چي د ډاکترانو جامې يې اغوستي وې په کابل کي پر سردار محمد داود خان روغتون بريد وکړ، د دوی يوه د روغتن په دروازه کي ځان الوزولی او نور روغتون ته ننوتي. د عيني شاهدانو په خبره دغو وسله والو په روغتون کي پر ډاکټرانو، ناروغانو او نورو هغو خلکو چي د خپلو ناروغانو ليدو ته راغلي ولي فايرونه کول او لاسي بمونه ئې ورغورځول.

د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو حکومتونو او مشرانو دغه پېښه سخته غندلې ده.