1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي پر «سخي زيارت» چا يرغل وکړ؟

۱۳۹۵ مهر ۲۱, چهارشنبه

د افغان امنيتي چارواکو په خبره په کابل کي د شيعه گانو د عزادارۍ پر مراسمو يرغل ۱۴ کسان وژلي او ۲۶ تنه ټپيان کړي دي. امنيتي ځواکونه بيا وروسته توانېدلي دي چي وضعيت کنترول کړي.

https://p.dw.com/p/2R8RC
Afghanistan Karte Sakhi Schrein in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiran

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د سه شنبې په ماښام رسنيو ته ويلي ول چي د کابل په کارته سخي سیمه کي پر «سخي زيارت» څلورو تنو وسله والو يرغل کړی او يو شمېر شيعه زيارت کوونکي ئې وژلي دي.

خو د چهارشنبې په ورځ بیا امنيتي چارواکو ويلي دي چي څلور نه، بلکي يو وسله وال کس وو، چي د افغان پوليسو په يونيفورم کي د شيعه گانو د عزادارۍ مراسمو ته ورننوتی او پر خلکو ئې ډزونه کړي دي.

افغان امنيتي چارواکو ويلي دي چي وروسته بيا دغه وسله والو له پوليسو سره تر څه مقاومت وروسته وژل سوی دئ.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديقي هغه خبر رد کړي چي گويا په دغه سيمه کي چاودنه سوې ده. د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخي په دغه يرغل کي ۱۹ ښځي ټپياني سوي او يو کوچنی هم په وژل سوو کسانو کي دئ.

افغان امنيتي ځواکونو ويلي دي چي شيعه گانو ته ئې د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو خبرداری ورکړی وو.

د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه اخيستې نه ده.