1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرګي بريد سخت وغندل سو

اسماعيل شاکر۱۳۹۴ دی ۳۰, چهارشنبه

د کابل په دارلامان سيمه کي د روسيې سفارت ته نژدې نن ماښام د طلوع تلويزيون د کارکونکي پر موټر ځانمرګي بريد وشو. په دغه چاودنه کي ۷ کسان ووژل سول چي ۶ يې د طلوع تلويزيون کارکوونکي ول چي دوې ئې ښځي دي.

https://p.dw.com/p/1HhQ8
Afghanistan Anschlag nahe der Russischen Botschaft in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کابل د پوليسو مشر عبدالرحمن رحيمي د چهار شنبې په ماښام خبريالانو ته وويل چي د چاودېدونکو موادو ډک موټر موخه د طلوع تلويزيون د کارکوونکو يو موټر وو. په دغه بريد کي نژدې ۲۵ کسان ټپيان شوي هم دي چي ښځي او ماشومان هم پکښې شامل دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چارواکو ويلي دي چي بريد د «موبي ګروپ» شرکت پر کارکوونکو سوی دئ. طلوع تلويزيون چي د رسنيو د دغه شرکت يوه رسنۍ ده دغه بريد غندلی دئ او د خپلو کارکوونکو مرګ ئې تائيد کړی دئ.

موبي ګروپ شرکت د طلوع تلويزيون په ګډون دغه راز د لمر تلويزيون او آرمان راډيو مالک دئ. وژل سوي کسان د «کابورا پروډکشن» کارکوونکي ول چي د دغو تلويزيونونو له پاره ئې خپروني جوړولې.

د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو منلی دئ. طالبانو د دغه تلويزيون کار کوونکو ته له هغه وروسته ګواښ وکړ چي د کندز ښار د سقوط پرمهال ئې په دغه ښار کي وسله وال طالبان په وژنو او زورزياتيو کي شکېل بللي ول.

تر پيښي وروسته د حکومت اجرائیه رئیس د شپې پر لس بجې د کابل امرجنسی روغتون ته ورغلی او ټپیان ئې له نژدې کتلي دي. عبدالله عبدالله دغه بريد په سختو ټکو وغانده. هغه وويل: «د وینا آزادي د افغانانو لاسته راوړنه ده، او په دې لاره کې یې قربانۍ ورکړي دي، د هېواد دښمنان نه شي کولای چې په دغه راز بریدونو سره د وینا آزادي خاموشه کړي.»

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وياند مرستيال ظفر هاشمي خبریالانو ته وویل چې دغه راز بریدونه د رسنیو او وینا آزادۍ نه شي اغېزمن کولای.

بله خوا د امريکا سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کي دغه بريد غندل شوی او خپلو اتباعو ته ئې خبرداری ورکړی چي له بې ځايه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

په دغه خبرپاڼه کي راغلي دي چي وسله وال پلان لري په کابل کي پر يوه مېلمستون بريد وکړي. په خبرپاڼه کي دا نه دي ويل سوي چي د بريد هدف کوم مېلمستون دئ.