1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرگي بريد تر شلو ډير کسان وژلي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

پېښه نن سهار د يوه روغتون مخ ته سوې او ډيری قربانيان يې ملکي وگړي دي. د بريد هدف د بهرنيو ځواکونو يو کاروان و...

https://p.dw.com/p/NQcO
په کابل کي د يو بل ځانمرگي بريد انځورانځور: AP

درويتر خبري آژانس ليکي،چي نن سهار يوار بيا کابل ښاردوو چاودنو ولړزاوه. آژانس ليکي په کابل کي د ناټو پر يو پوځي کاروان ځانمرګي بريد وسو او وروسته د پارلمان ودانۍ ته نژدې يوه بله چاودنه وسوه.

د ځانمرګي بريد پېښه، چي هدف يې د نړيوالو ځواکونو يو کاروان و دکابل په لويديځه خوا کي د يوه روغتون مخ ته سوې.

د افغانستان دکورنيوچارو وزارت وياند زمري بشري په دې پيښه د ډير شمېر ملکي وګړو دوژل کيدو څخه خبر ورکړی دی. خو ويلي يې دي، چي شمېر يې لا تر اوسه ندي معلو م .

خو د افغانستان ددفاع وزارت په يوه خبر کي ويل سوي چي 10 کسه په دغه پيښه کي وژل سوي او د شلو څخه ډير کسان ټپيان سوي دي.

ژغورونکي ځواکونه وايي،چي په پېښه کي د شلو څه ډير کسان وژل سوي، چي اکثره يې ملکي وګړي دي.

د پيښه پړه طالبانو په غاړه اخستي. ذبيح الله مجاهد چي ځان د طالبانو وياند معرفي کوي د ټليفون پر ليکه يې خبريالانو ته ويلي دي، چي د بريد هدف بهرني ځواکونو ول او سخته مرگ ژوبله يې وراړولې ده.

ناټو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل