1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرگي بريد ۱۲ کسان ووژل

۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي، چي یوه ځانمرګي برید کوونکي نن سهار وختي د کابل هوايي ډګر پر سړک د يوه بهرني شرکت له موټر سره نزدې ځان والوزاوه او ۹ تنه بهرنيان او ۳ تنه افغانان ئې ووژل.

https://p.dw.com/p/16AmH
انځور: Reuters

د کابل د امنيې قوماندانۍ مرستیال محمد داود امین د پېښې په ځای کي رسنیو ته وویل، چي د ځانمرګي برید هدف د هغه بهرني شرکت موټر وو چې ددغه شرکت پيلوټان پکښې سپاره ول.

د ښاغلي امین په وینا د برید په ترڅ کي د شرکت ۶ پيلوټان،۱ افغان موټرچلوونکی او ۲ تنه نور ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو د کابل له امنيې قوماندانۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه بيا وايي، چي په دغه ځانمرګي برید کي د یوه بهرني شرکت ۹ بهرني کارکوونکي او ۳ تنه ولسي افغانان وژل شوي دي او ۲ تنه افغان سرتیري ټپيان دي.

سره له دې چي د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کي د بهرنیانو هویت نه دئ ښوول شوی خو د قوماندانۍ مرستیال وايي، چي دغه بهرني پيلوټان د روسيې او سویلي افریقا وگړي ول.

خو په کابل کي د روسيې سفارت وياند ستيپان انيکې يو، دغه خبر رد کړی دئ، چي گواکي په دې بريد کي دي روسي وگړي وژل سوي وي. د هغه په خبره په وژل سويو کسانو کي ۷ تنه ئې د جنوبي افريقا يو تن د قرغزستان يو افغان ژباړن او يو هم افغان موټر چلوونکی شامل دئ.

د پیښي مسئولیت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب پر غاړه اخيستی دئ او ادعا ئې کړې ده چي دغه ځانمرګی برید د کابل يوې شل کلني مېرمني فاطمې کړی دئ.

دوی دغه راز ادعا کړې ده، چي د دغه ځانمرگي بريد په ترڅ کي زیات شمېر بهرني استخباراتي کسان وژل شوي دي.

د دغي ډلي يوه وياند زبير صديقي په کابل کي خبريالانو ته ويلي دي، چي دغه برید ئې په امریکا کي د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي د فلم په غبرګون کي کړی دئ.

محمد اسماعيل شاکر/dpa/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل