1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي چاودني يو کس وژلی او۲۲ ټپيان کړي دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۹, سه‌شنبه

افغان امنيتي چارواکي وايي چي د کابل په زړه کي د ناتو ځواکونو پر کاروان باندي په ځانمرگي بريد کي يو کس وژل سوی او نزدې ۲۲ نور ټپيان سوي دي. پيښه د امريکا سفارت او ستري محکمې ته نژدې رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/1Fq6N
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hossaini

د کابل د امنيې قوماندانۍ مرستيال سيد گل آغا اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي: «دا يو ځانمرگی بريد وو. بريد کوونکي د چاودېدونکي موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړه. چاودنه ډېره پياوړې وه او تر ډېره ځايه پوري ئې د ودانيو ښيښې ماتي کړي دي.»

په افغانستان کي د «پريکړنده ملاتړ» ماموريت وياند بريان تريبوس، ويلي دي چي په دغه چاودنه کي د دوی هيڅوک ټپي سوی نه دئ.

د پيښي پړه وسله والو طالبانو اسوشېتد پرس خبري آژانس ته په يوه لېږل سوي لنډ پيغام کي منلې ده.

په دغه ځانمرگي بريد کي چي په کابل کي د امريکا سفارت په نزدې ۵۰۰ ميترۍ کي سوی دی د دباندنيو ځواکونو دوه موټره سخت ويجاړ سوي دي. دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي په دغو موټرو کي سپرو کسانو ته زيان رسېدلی که نه. د امريکا سفارت وياند ويلي دي چي د سفارت ټول کارکوونکي ئې روغ رمټ دي.

Afghanistan Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي، ويلي دي چي په دغه پېښه کي يو ملکي وژل سوی او ۲۲ نور ټپيان سوي دي.

د کابل د يوه روغتون رئيس کبير اميري، ويلي دي چي دوی ته ئې ۱۹ کسان ټپيان ور وړي دي، چي څلور کوچنيان او درې ښځي هم پکښې شاملي دي.

دغه ځانمرگی بريد په داسي حال کي سوی چي د روژې مياشتي په خاطر دولتي مامورين نيمه ورځ کار کوي او د غرمې پر دولسو جبو کورونو ته روانيږي.

يوه عيني شاهد احمد فرهاد خبري رسنيو ته ويلي دي: «ما خپله وليده چي يو کرولا موټر د دباندنيو ځواکونو کاروان هدف وگرځاوه او وچاود. ما دوه درې ويجاړ موټر وليدل او هري خوا ته ټپيان پراته ول او هيڅوک نه ول چي مرسته ورسره وکړي.»

Afghanistan Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

نن دغه راز د هلمند ولايت په مرکز لښکرگاه ښار کي پر امنيې قوماندانۍ باندي په ځانمرگي بريد کي درې کسان ووژل سول او تر ۵۰ زيات ټپيان سول. ويل کیږي چي په ټپيانو کي ډيری ښځي او کوچنيان دي. پوليس هم پکښې شامل دي.

د دغه ولايت د پوليسو وياند فريد احمد عبيد، ويلي دي چي د چاودېدونکو موادو ډک موټر د قوماندانۍ مقر د شا دېوال سره په دې نيت وجنگول سو او وچاود چي دروازه له منځه يووسي.