1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ۸ تنه مړه او۴۰۰ نور ټپیان شوي دي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۱۶, جمعه

افغان امنيتي چارواکي وايي چي په کابل کې د يوه موټر بم په چاودنه کي ۸ تنه مړه او۴۰۰ نور ټپيان شوي دي. د بريد هدف د افغان پوځ د استخباراتو يوه ودانۍ وه. چاودني نژدې ځايونو ته سخته تاوان رسولی دئ.

https://p.dw.com/p/1GBPS
انځور: Getty Images/AFP

د کابل د امنيې قوماندان عبدالرحمان رحیمي رسنيو ته ويلي دي چي په دغه پيښه کې ۱۲۸ تنه ټپیان شوي دي او اکثره قربانیان يې ښځې او ماشومان دي.

رحیمي ویلي دي چې«برید د یوه قتل عام په توگه پلان شوی وو». د افغانستان د روغتیا وزارت له خوا د ورکړل شوو ارقامو پر بنسټ د هغو ټپیانو شمېر چي روغتونو ته رسېدلي دي شاوخوا ۴۰۰ تنو ته رسيږي.


ویل کیږي چې د برید هدف د افغان پوځ یو استخباراتي واحد وو چې د کورونو تر څنگ واقع دی. چاودیدونکي مواد په یوه لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوې وو او د چاودنې غږ په ټول ښار کې اوریدل شوې دی.

چاودنه دومره زوروره وه چې په لسونو کورونه او مارکیټونه یې زیانمن کړي دي. د کورونو هندارو هم خلک ټپيان کړي دي. د ډیرو نورو کورونو چتونه نړیدلي دي او د کورونو مخې ته ولاړو موټرو ته هم زیان اوښتی دی.


د پنجشنې ورځې بریدونه

تر اوسه پورې د برید مسئولیت هیڅ چا پر غاړې نه دې اخیستې. د طالبانو تندلارې اسلامي ډلې په دې ورستیو کې خپل بریدونه تیز کړي دي. همدا د تیرې پنجشنې په ورځ د افراطي ډلو له خوا پر افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه وژل شوې دي.


د کابل سویل لور ته د لوگر په ولایت کې یوه ځانمرگي بریدگر پر چاودیدونکو موادو بار خپل لارې موټر ته د پولیسو په مرکز کې چاودنه ورکړه چې له امله یې شپږ تنه ووژل شول. همدارنگه په کندهار کې د پولیس پر ځواکونو د برید په پایله کې ۳ تنه ووژل شول.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا د طالبانو په رهبرۍ کې د قدرت تر تغیر وروسته لومړنې ځانمرگې برید دی چې ترسره کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب