1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کښي يوه ترهگره ډله نيول سوې ده

۱۳۹۱ مرداد ۲۲, یکشنبه

په کابل کښي د استخباراتو چارواکي وايي، چي داسي یوه ورانکاره ډله ئې نیولې ده چي پر څو مهمو دولتي هدفونو ئې د بریدونو پلان درلود. تر دې مخکې هم دې ورته یوه ډله نیوله شوې وه.

https://p.dw.com/p/15oGg
انځور: Reuters

افغان استخباراتو نن یکشنبه(۲۰۱۲ کال د اگست ۱۱) په کابل کښي وویل، چي پینځه تنه ئې تیره شپه د یو لړ څو ساعته عملیاتو په پایله کي د ښار په لومړۍ ناحيه کي نیولي دي، چې په درنو او سپکو وسلو او بمي واسکټونو سمبال ول.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د وینا له مخي، چي نیول شویو کسانو د کرزي پر دوهم مرستیال کریم خلیلي او همدا راز د پارلمان په ګډون پر څو سیمو د ډلیزو ځانمرګو یرغلونو پلان درلود. په نیول شویو کسانو کي یو پاکستانی هم شامل دئ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم دغه خبر تائيد کړ، او وایي، چي یاد کسانی د ګډو ځواکونو په شپنیوعملیاتو کي تیره شپه نیول شوی دئ.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن وویل چي له نیول شویو کسانو څخه داسي اسناد هم تر لاسه شوي دي، چي له پاکستان سره د هغوی تړاو ورباندي ثابتیدای شي:

«اوس د پولیسو له خوا پلټني رواني دي، چي نور شواهد هم ترلا سه کړو او دا ثابته کړو چي دغه ورانکاره ډله د چا په همکارۍ د چا له لوري تر پلازمیني کابله پوري را رسیدلې وه.»

د افغانستان د پټ څاري ادارې یوه وینا پاڼه کاږي چي نیول شویو کسانو غوښتل چي د ملي اردو له يونيفورم څخه په استفاده پر دولتي تاسیساتو او لوړ پوړو حکومتي مامورینو حملې وکړي.

له دغو کسانو سره راکټ لانچر، پیکا ماشیندار، کلاشینکوفونه، لاسي بمونه او د شپې د لید دوربینونه هم ور سره ول.

تر اوسه نه ده څرګنده چي دغه ډله په چا پوري تړاو لري خو تر دې دمخه ددغه ډول حملو پړه د حقاني او طالبانو ډلو پر غاړه اخيسته يا ئې پړه پرغاړه ور اچول کېده.

دا لومړی ځل نه دئ چي په پلازمېنه کابل کي یوه ورانکاره ډله د ولسمشر پر مرستیال او پارلمان تر برید دمخه نیول کیږي.

تر دې دمخه هم څو واري پر عالي رتبه مقاماتو د برید په تړاو یو شمیر ترهګر نیول شوي دي. خو په ځینو مواردو کي هغوی توانیدلي دي، چې له امنیتي تشو څخه په ګټي اخیستني سره خپلو موخو ته هم ورسیږي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل